Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په جلال اباد کې چاودنې پنځه تنه ټپيان کړل

جلال اباد (پژواک ٩تله ٩١): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله پنځه عام وګړي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجليل شمال د تلې په ٩مه، ماښام ناوخته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لږه شېبه مخکې (شاوخوا اووه بجې) په جلال اباد ښار کې عيدګاه جومات ته مخامخ چاودنه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چاودنه په يوه زرنج موټر کې د چاودېدونکو توکو له امله، موخې ته له رسېدو مخکې رامنځ ته شوې ده.

ده وويل، په دې چاودنه کې پنځه تنه ټپيان شوي، چې يو يې مستري، دوه فلزکاران او دوه نور زده کوونکي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې له دې چاودنې څخه دوى ته درې ټپيان وروړل شوي دي.

د پېښې له ځايه د پژواک خبريال وايي، د چاودنې سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.

ده زياته کړه، د چاودنې په ځاى کې يو کرولا موټر، دوه موټر سايکلونه او يو سايکل ويجاړ پراته دي.

د دغې چاودنې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.