Language

د دوو ډلمشرانو په ګډون ١٥ طالبان ووژل شول

کندهار-غزني (پژواک ١١ تله ٩١): د کندهار چارواکي وايي، چې په سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کې ١١ وسلوال طالبان د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې وژل شوي، بلخوا په غزني کې هم د څلورو طالبانو د وژلو ادعا وشوه.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه له پاکستان سره د پولې په صفري برخه د سپين بولدک ولسوالۍ د کنجوس کارېز په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، پر يوې ډلې وسلوال طالبانو، چې له پاکستانه يې راوړې وسلې او چاودېدونکي توکي په يوه کور کې يې ځاى پر ځاى کړي وو، خپل چاودېدونکي توکي چاودلي دي.

د فيصل په وينا، په دې چاودنه کې د دوو سرګروپانو په ګډون ١١ وسلوال وژل شوي، وسلې او نور توکي يې هم له منځه تللي دي.

نوموړي وويل، وسلوالو مخالفينو غوښتل چې دغه توکي کندهار ښار او نورو ولسواليو ته د ورانکارو کړنو په موخه ولېږدوي.

د سپين بولدک ولسوال هم د يادې پېښې پخلى وکړ خو په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، په غزني ولايت کې هم د يوه قوماندان په ګډون څلور وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د ملي امنيت رييس سيدامير شاه سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان تېره شپه په قره باغ او ده يک ولسوالۍ د يو لړ عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

 

دغه راز هغه وويل، چې په ګيلان ولسوالۍ کې هم د عملياتو پر مهال په سيمه کې د وسلوالو طالبانو د مالي مسوول په ګډون نهه نور وسلوال ژوندي نيول شوي دي.

Related Topics