Language

کابل (پژواک١١تله٩١) : د چارو اداره وايي، د وزارتونو له خوا راټولې شوې شمېرې ښيي چې، په شپږو ولايتونو کې شاوخوا ١٣٩زره جريبه دولتي او شخصي ځمکه غصب شوې ده.

د چارو د ادارې مرستيال نجيب الله امين نن (د تلې ١١مه) په کابل کې يوې خبري ناستې ته، چې د ولسمشر کرزي د وروستي فرمان د پلي کېدو په اړه يې رسنيو ته معلومات ورکول، وويل چې د فرمان له مخې، د غصب شوو ځمکو دغه شمېره د کورنيو چارو او کرنې وزارتونو له خوا راټوله شوې ده.

هغه زياته کړه، چې يادو دوو وزارتونو ته ځکه د ځمکې د غصب په اړه د کره شمېرو د راټولو حکم شوى و، ترڅو غاصبينو ته عدلي او قضايي پروسيجرونه برابر شي.

د نوموړي په خبره، په ټوليزه توګه په يادو شپږو ولايتونو کې ٥٧ تنه د شاوخوا ١٣٩ زره جريبه ځمکې په غصب کې لاس لري.

د امين د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېره ځمکه په شمالي ولايت بلخ کې غصب شوې چې ٨٧٦٠٠ جريبو ته رسېږي او ١٥ کسانو غصب کړې.

 ده وويل، چې په ننګرهار کې ١٣ کسانو ٢٠٥٠٠ جريبه، په هرات کې نهو کسانو څه د پاسه ١٢ زره جريبه او په کابل کې هم ١١ کسانو شاوخوا ١١٥٠٠ جريبه ځمکه غصب کړې.

د ده د معلوماتو له مخې، په پنځم ولايت پروان کې دوو کسانو ٥٣٤٥ جريبه او په کندوز ولايت کې ٧ کسانو ١٧١٤ جريبه ځمکه غصب کړې ده.

خو د چارو د ادارې مرستيال د غاصبينو نومونه او دا چې د ځمکو په غصب کې لوړپوړي چارواکي هم لاس لري کنه، خبريالانو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

ده زياته کړه: “زه فکر کوم چې د کرنې وزارت د ځمکې د غاصبينو يو ښه لېست برابر کړى دى، نوره تبصره يې د کرنې وزارت ته پرېږدو. د افغانستان د کابينې پرېکړه هم دا ده چې نور جزئيات او نوملړ نور هم تحليل شي.”

د هغه په وينا، که رسنۍ اړتيا ولري نو کولى شي د کورنيو چارو او کرنې له وزارتونو د يادو کسانو نومونه وغواړي.

د چارو د ادارې مرستيال همداراز وويل، چې د کانونو وزارت د هغو کسانو نوملړ هم د چارو ادارې ته سپارلى دى، چې په خپلسري ډول يې په هېواد کې کانونه کيندل.

خو ده وويل، چې د کانونو وزارت مکلف دى چې د يادو کسانو نومونه رسنيو ته ورکړي.

ده زياته کړه، چې کانونو خپلسري ايستونکي او د ځمکې غاصبين به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي او غصب شوې ځمکې به ترې بېرته وګرځي.

امين وايي: “دا کوم راپور چې پرون کابينې ته وړاندې شوى، د خپلسرو کيندونو او د غصب په هکله، د افغانستان کابينې اړوندو ارګانونو ته مشخص هدايتونه ورکړي، مثلا د غصب په اړه د کورنيو چارو وزارت، لويه څارنوالي او د کرنې وزارت درې واړه موظف شوي چې مشخصې دوسيې او قضيې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي او تشريح يې کړي چې کومه قضيه په کومه مرحله کې ده.”

 نجيب الله امين همداراز د ولسمشر د زمري مياشتې فرمان ته په اشارې سره، چې د ښې حکومتولۍ او له فساد سره د مبارزې په اړه صادر شوى و، وويل، چې تر دې مهاله د ولسمشر د فرمان درېيمه برخه په پوره برياليتوب سره پلې شوې ده.

هغه وايي، د ولسمشر وروستي ١٦٢ ماده ييز فرمان له مخې، په لومړي مياشت کې ٢٠ دولتي ادارو ته ٢٦ مورده دندې سپارل شوې وې، چې په پوره توګه بشپړې شوې دي.

ده وويل، چې تېره مياشت يو شمېر وزيرانو د سيمه ييزو ادارو د کړنو د ستونزو د ارزولو او د اداري ستونزو حل ته د لارو چارو پيداکولو په موخه ١٦ ولايتونو ته سفرونه کړى دى.

همداراز د عدليې وزارت او لويې څارنوالى ترمنځ د جزايي او حقوقي قضيو د تفکيک پر سر ستونزه هم حل شوې او همداراز د لويې څارنوالۍ د کړنو د څارنې په موخه د څارنوالۍ د څارنې اداره هم جوړه شوې ده.

امين وايي، د ولسمشر د فرمان له مخې، کابل ښاروالۍ د مخابراتو وزارت په مرسته په څلورمه او لسمه ناحيه ګې د کابل ښار د سړکونو او کوڅو پر نومولو عملاً کار پيل کړى دى.

امين زياتوي، د ولسمشر د فرمان ٣٠ نور موارد چې بشپړېدو ته يې دوه مياشتې په پام کې وې هم بشپړ شوي دي، خو دوه يا درې مورده يې د تخنيکي ستونزو له امله نه دي بشپړ شوي، چې امنيتي کمپنۍ هم په کې شاملې دي.

د هغه په وينا، له ٢٠ ډېرې خصوصي امنيتي کمپنۍ چې ده حکومت ته ګواښ وبللې، د لغو کېدو په درشل کې دي.

 امين همداراز د ځينو ولايتونو د واليانو نوي تشکيلات هم د ولسمشر د فرمان يوه برخه ياده کړه، چې په دې وروستيو کې ٤ واليان نورو ولايتونو ته تبديل شول او همداراز ٦ نوي کسان د واليانو په توګه وټاکل شول.

د چارو د ادارې مرستيال يادونه وکړه، چې ټاکل شوې په نږدۍ راتلونکي کې تر لسو د ډېرو ولايتونو واليان هم بدلون ومومي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

Related Topics