Language

په ميدان ښار کې تفريحي پارک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

کابل ښار (پژواک ١٢ تله ٩١): د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې د استاد ګل محمدخان په نوم د تفريحي پارک چارې بشپړې شوې.

 دغه پارک نن (د تلې ١٢مه) د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر عبدالخالق فراهي، د ميدان وردګو د والي عبدالمجيدخان خوګياڼي او د يو شمېر نورو چارواکو له خوا د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 د وردګو ښاروال انجنير محمود اميري د پټۍ پرېکولو په مراسمو کې وويل، چې دغه پارک د ښاروالۍ له بوديجې د اووه ميليونو افغانيو په لګښت د پنځو مياشتو په موده کې جوړ شوى دى.

 د هغه په وينا، ياد پارک په شپږ جريبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى، چې د ښار د اوسېدونکو د تفريح لپاره ټولې اسانتياوې لري.

 نوموړي زياته کړه، چې له دې سره به به ښاريان وکولاى شي، چې د لوبو او ساعت تېرۍ لپاره ښه چاپېريال ولري.

 ښاروال وويل، چې په دغه پارک کې شنه ساحه، چمنونه، د لوبو وسايل، د کېناستو چوکۍ او نور ښکلې کوونکي وسايل شته دي.

 د سيمه ييزو ارګانونو دا دارې مشر د پارک پرانيستل د ميدان ښار د ښاروالۍ يو ښه ګام وباله او نوموړي له ښاروال څخه هيله وکړه، چې د دايمي عوايدو په موخه د ښار د اوسېدونکو لپاره دغه ډول نور پارکونه هم په اساسي او معياري ډول جوړ کړي.

 د ميدان وردګو والي عبدالمجيدخان خوګياڼي هم دغه پارک د ښاريانو لپاره يو ښه فرصت وباله، چې له امله به يې ښاريان له خپلو کورنيو سره دغه پارک ته د تفريح لپاره راځي.

 د ميدان ښار يوه اوسېدونکي روح الله په وينا، له دغه پارک سره به د دوى د تفريح لپاره مناسب ځاى پيدا شي او هم به د دغه پارک جوړېدل د ښار په ښکلا کې د پام وړ بدلون رامنځ ته کړي.