کابل(پژواک،١٣تله٩١): ولسمشر حامدکزرى وايي،امريکا چې د ستراتيژيک تړون له مخې بايد له افغانستانه دفاع وکړي ، په ډاګه ويلي، چې د پاکستان د بريدونو پر وړاندې دفاع ته چمتو نه ده .
له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې پاکستان د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو راکټي بريدونه کوي، چې له امله يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي .
حامد کرزي دغه موضوع څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هم مطرح کړه او د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند له مخې ، بايد امريکا په دې برخه کې د افغانستان مرسته وکړي.
د يا شوي سند له مخې، پر افغانستان د هر ډول تېري د رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري په بېړني ډول يو له بل سره په مشوره کې د سياسي، ډېپلوماتيکو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په شمول، د دواړو لوريو په توافق او د دواړو هېوادونو د اساسي قوانينو د احکامو مطابق پېښې ته مناسب ځواب طرحه او تطبيق کړي.
خو د ولسمشر کرزي په وينا، امريکا په ډاګه ورته ويلي، چې له افغانستان څخه دفاع ته چمتو نه ده.
دى وايي، چې امريکا د بريدونو شمېرې سمې نه بولي او نه يې ددې وړ ګڼي، چې ځواب يې ورکړل شي.
دده په وينا:” امريکا ان دا نه مني، چې بريدونه شوي دي. “
ولسمشر زياته کړه:”دوى وايي دا راپورونه ناسم دي او څرګنده نه ده ،چې له کومه ( راکټونه ) راځي او دې ته حاضر نه دي، ترڅو هغې نقطې ته متقابل ځواب ورکړي ، چې بريدونه ترې پيل شوي دي. “
کرزي نن يو ځل بيا د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې د افغانستان حکومت نه غواړي د يادو بريدونو په ځواب کې د متقابل پوځي ځواب له لارې د پولې پورې غاړې، ملکي خلک په نښه کړي.
ولسمشر وويل چې افغانستان د پولې پورې غاړې ملکي خلک نه په نښه کوي ،خو د هغو سيمو د ويشتو توان نه لري، چې بريدونه ترې کېږي.
کرزي وايي ،چې افغانستان له امريکا غوښتي، چې هوايي ځواکونه يې په وسلو او الوتکو سمبال کړي، خو تر دې مهاله يې مثبت ځواب نه دى تر لاسه کړى.
کرزي وويل ،چې د ملي دفاع وزارت له جنرالانو سره پر دې بحث روان دى ، چې که امريکا او ناټو د افغانستان ځواکونه تجهيز نه کړي، نو څه کول په کار دي .
دى وايي ، پر دې بحث کيږي چې افغانستان له امريکا سره د شوي ستراتيژيک تړون انتظار وباسي او که له روسيې ، چين او يا نورو هېوادونو وسلې وپېري.
خودده په وينا، ښايي د حکومت پرېکړه دا وي، چې که امريکا افغان پوځونه، نه تجهيزوي ، نو د افغانستان مخه دې نه نيسي ، تر څو له نورو هېوادونو اړين تجهيزات وپيري.
که څه هم له يوې خوا پر افغانستان د پاکستان راکټي بريدونه روان دي، خو له بلې خوا افغانستان او پاکستان په پام کې لري ، چې په خپلو کې سره د اوږدمهاله همکاريو تړون لاسليک کړي.
خو کرزى وويل، چې له پاکستان سره تر هغه، دا ډول تړون نه لاسليکوي، چې د افغانستان د حکومت شرطونه پوره کړي.
کرزي، افغانستان ته د ترهګرو او ځانمرګيو بريدکوونکيو د راتګ مخنيوى او په افغانستان کې د لاسوهنو بندول د ياد شوي تړون له مهموشرطونو وبلل .
ده د يادو شرطونو په اړه زياته کړه : ” ټول هغه عوامل، چې زموږ د ماشومانو د له منځه تلو او بې ثباتۍ لامل کيږي، بايد له منځه ولاړ شي.”
دى وايي ، کله چې د افغانستان دولت ډاډمن شو، چې پاکستان له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي ، نو د تړون د لاسليک پر سر به خبرې وکړي.
کرزي وويل، چې هغه نيويارک ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري او د برتانيا له لومړي وزير ډيوېډ کاميرون سره د “ترهګرۍ او افراطيت ” پر وړاندې مبارزه کې پر همکارۍ خبرې کړې دي.
ولسمشر کرزي د جمهوري رياست د راتلونکو ټاکنو په اړه وويل،چې افغانستان په ټول يقين سره د اساسي قانون او ډيموکراسۍ او د خلکو د رايو له مخې، د جمهوري رياست د ټاکنو او وروسته د پارلماني ټاکنو پر لور پر مخ ځي.
هغه وويل: ” هر ډول ټاکنې که هغه ناقصې هم وي، له يوه نامشروع حکومت نه ښې دي. “
هغه وويل، چې د ولسمشرۍ د دورې له پاى ته رسېدو يوه ورځ وروسته هم د ولسمشر په توګه دده پاتې کېدل مشروعيت نه لري.
ده له بهرنيانو وغوښتل ،چې د تېر په څېر د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي او ويې ويل چې هېڅ حالت او ناامني او د بهرنيو مطبوعاتو تبليغات د ټاکنو د ترسره کېدو مخه نه شي نيوى .
د کرزي د څرګندونو له مخې، که ازادې ټاکنې تر سره شي، نو هېواد به خپله لار پيد اکړي .
د افغانستان د اساسي قانون د يو شپېتمې مادې له مخې، د ولسمشر دنده د ولسمشرۍ د دورې په پنځم کال کې د غبرګولي په لومړۍ نېټه تر ټولټاکنو وروسته پاى ته رسيږي او ټاکنې د ولسمشر د کار تر پاى ته رسېدو ٣٠ تر ٦٠ ورځو مخکې تر سره کيږي .
دولسمشر کرزي دوره په ١٣٩٣کال کې پاى ته رسيږي.