کابل(پژواک١٣تله٩١): ولسمشرحامد کرزي په غربي رسنيو کې د افغانستان د وضعيت د خرابېدو په اړه راپورونه، رواني جګړه وبلله او ويې ويل ، چې د بهرنيانو وتل به پر افغانستان ناوړه اغېز ونکړي.
ولسمشر کرزي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې هغه ګنګوسې د غربي رسنيو ناوړه تبليغات وبلل، چې په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به په هېواد کې کورنۍ جګړه پيل شي، اقتصاد به کمزورى شي او يا به هم طالبان بيا واک ته ورسېږي.
کرزي وويل ،چې تر ٢٠١٤ وروسته د هېواد په وضعيت کې بدلون نه راځي او غربي رسنۍ دا تبليغات په افغانستان کې د خپلو هېوادونو د ګټو د ډېرولو او ساتلو لپاره کوي.
کرزي دا تبليغات يوه رواني جګړه وبلله او زياته يې کړه، چې افغانان بايد مقابل لورى پوه کړي، چې په ويرولو سره افغانستان له خپلو ګټو نه تېرېږي.
کرزي همداراز وويل، چې د افغانستان رسنۍ هم د غربي رسنيو تبليغاتو ته لمن وهي.
ده وويل، چې کورنۍ رسنۍ دې په خلاص مټ د دولت پر کړنو نيوکې وکړي، خو له هغه څه دې تېر شي، چې ملي ګټو ته زيان اړوي.
ده زياته کړه:” پر حکومت نيوکه بايد د افغانستان د خلکو پر ځان باور زيانمن نه کړي، د راتلونکې په اړه د افغانستان د خلکو هيلې بايد زيانمنې نه کړي. بايد په تفکيک سره عمل وکړو. کله چې زموږ رسنۍ وايي که سبا بهرني سرتېري په افغانستان کې نه وي، له هېواد څخه پانګه وځي، دا زموږ هېواد ته خدمت نه دى او دا چې که بهرني عسکر افغانستان کې نه وي افغانان د خپل هېواد د ساتلو توان نه لري، دا د افغانستان د خلکو پرضد تبليغ دى.”
ده وويل ،چې د افغانستان رسنۍ بايد ولس ته هيله او ډاډ ورکړي، چې افغانستان زرګونه کلونه تاريخ لري او افغانستان د ناټو او امريکا له راتګ څخه مخکې هم افغانستان وو.
ده زياته کړه:” موږ دلته زبر ځواکونه مات کړي دي، د نورو هېوادونو په څېر نه يو، چې اشغال شوي و اوسو، اشغال مو قبول کړى وي او بيا ازاد شوي و اوسو، بلکې زموږ په خاوره کې زبرځواکونه دفن دي، د نړۍ مطبوعات زموږ خاوره د زبرځواکونو د دفن ګاه په نوم پېژني، خو تاسو د هېواد رسنيو شروع کړې ،چې که بهرنيان لاړل موږ تباه يو، که بهرنيان لاړل موږ نه يو!”
کرزى وايي کلک باور لري، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به هم افغانستان د عزت، ملي يووالي او پرمختګ پر لور روان وي.
دده په وينا، په کومو سيمو کې چې له بهرنيو افغان ځواکونو ته امنيتي چارې لېږدول شوي ، امنيت پکې ښه شوى دى.
کرزي همداراز وويل، چې د ولسمشرۍ د دورې له پاى ته رسېدو وروسته به هم په افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
د اساس قانون له مخې، د ولسمشر کرزي د جمهوري رياست دوره د ١٣٩٣ کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پاى ته رسيږي.
ده وويل ، چې ځينو بهرنيانو ورته ويلي که د ولسمشرۍ تر دورې وروسته د هغوى په هېوادونو کې ژوند کول غواړي ، نو د ژوند کولو ښه زمينه به ورته برابره کړي.
خو کرزى وايي ، هغوى ته يې ويلي ،چې غواړي په خپل هېواد کې پاتې شي.