چاريکار( پژواک، ١٣ تله ٩١): يوتن د پروان ولسوالۍ په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ پنځه تنه په ډزو ووژل .
د پروان د ولايتي شورا منشي او د سرخ پارسا اوسېدونکي عبدالرحمن احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه پېښه نن سهار د سرخ پارسا ولسوالۍ په وند دره کې رامنځته شوه.
هغه وويل ،چې د وند درې اوسېدونکي ٢٥ کلن فضل احمد شاوخوا پنځه کاله مخکې د خپل تره له لمسۍ سره کوژده وکړه.
دده په وينا، وروسته فضل احمد ايران ته ولاړ ، هلته يې پنځه کاله تېره کړل او د تره کورنۍ يې ياده نجلۍ په همدې سيمه کې بل چا ته واده کړه.
د هغه د څرګندونو له مخې، ياد شوى ځوان څو ورځې مخکې له ايران څخه راغى او نن سهار يې د يادې نجلۍ د خسرګنۍ په کور کې ، نجلۍ ، د هغه مېړه ، خواښې او خسر او د نجلۍ د مېړه وراره په ډزو ووژل .
سرچينې زياته کړه ، چې ياده شوې نجلۍ حامله هم وه .
د سرخ پارسا امنيه قوماندان سمونمل محمدحسن يعقوبي د يادو کسانو وژل کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې فضل احمد تښتېدلى ، خو امنيتي ځواکونه يې د نيولو هڅې کوي.
پژواک اژانس هڅه وکړه ،چې په دې اړه د هلک او نجلۍ له کورنيو سره خبرې وکړي، خو بريالى نه شو.