کابل(پژواک١٤تله٩١):د برهان الدين رباني په نوم د ښوونې او روزنې پوهنتون له نومولو سره مخالفو محصلينو ګواښ وکړ، چې که غوښتنه يې ونه منل شي، په خپله به د پوهنتون لوحه راښکته کړي.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون څه موده وړاندې د ولسمشر کرزي په فرمان او د وزيرانو شورا په تصويب د سولي د عالي شورا د وژل شوي مشر استاد برهان الدين رباني په نوم ونومول شو.
د ولسمشر د دې پرېکړې په مخالفت کې له شاوخوا درېيو اوونيو راهيسې د ياد پوهنتون يو شمېر محصلين لاريونونه کوي او له ولسمشر څخه غواړي چې پوهنتون بېرته د ښوونې او روزنې په نوم کړي.
مخالفو محصلينو د يوې ورځې لپاره د پوهنتون درسي خونې هم تړلې وې.
له دغو محصلينو څخه ځينو يې نن په يوه خبري ناسته کې برخه اخيستې وه.
د نصيب الله ذکي په نوم د ياد پوهنتون يوه محصل چې نن يې د محصلينو په استازيتوب رسنيو ته معلومات ورکول، وويل، چې د اعتراضونو په لړ کې يې تېره اوونۍ له ولسمشر سره هم کتلي دي.
د هغه په وينا، ولسمشر کرزي ويلي چې د پوهنتون د نوم په اړه به له ځينو چارواکو او همدا راز د سولې شورا له مشر صلاح الدين رباني سره مشوره وکړي او ډېر ژر به يې په اړه خپله پرېکړه دوى ته واوروي.
نصيب الله، په داسې حال کې چې يو ځل بيا يې له ولسمشر څخه د ښوونې او روزنې په نوم د ياد پوهنتون د نومولو غوښتنه وکړه، وويل، کېداى شي چې نن يا سبا ولسمشر دوى ته خپله پرېکړه په ډاګه کړي.
خو ده زياته کړه، چې که ولسمشر د دوى غوښتنه پر ځاى نه کړي، نو په خپله به د پوهنتون لوحه راښکته کړي.
هغه وويل، چې که د محصلينو په دغه کار سره تاوتريخوالى رامنځته کېږي نو مسووليت به يې ځکه د حکومت پر غاړه وي، چې له درېيو اوونيو راهيسې د دوى روانو سوله ييزو لاريونونو پرېکنده پايله نه لرله.
خو بلخوا بيا د پوهنتون له نوم سر موافق محصلين وايي، چې دغه پوهنتون بايد د استاد رباني په نوم وي؛ ځکه چې رباني جهادي مشر و، د هېواد ولسمشر تېر شوى او د سولې په لاره کې يې ځان قربان کړى دى.
استاد رباني، چې د جمعيت اسلامي ګوند مشر هم و، تېر کال د کابل ښار په وزير محمداکبرخان سيمه کې په خپل کور کې ځانمرګي بريد وواژه.
دغه ځانمرګې بريد کوونکي ځان د وسلوالو طالبانو له خوا د سولې پيغام وړونکى معرفي کړى و.