محمودراقي (پژواک ١٥ تله ٩١): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو يو ډلمشر په خپل کور کې د کورنۍ له دوو ښځينه وو سره ټپي شوى او ماشومه لور يې وژل شوې ده.
د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چې دغه مرګ ژوبله په ياد کور کې يو پاکستاني ته د ځانمرګي بريد لپاره د واسکټ د ور اغوستو پر مهال رامنځته شوې، خو د سيمې ځيني خلک وايي، چې مرګ ژوبله په کور کې د بهرنيو ځواکونو د هاوان د لګېدو له امله رامنځته شوه.
د تګاب امنيه قوماندان شېرشاه يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د تګاب په ادېزيي سيمه کې د وسلوالو طالبان يو سرګروپ ملا نصير، يوه پاکستاني ته په خپل کور کې د ځانمرګي بريد واسکټ ور اغوست، چې وچاودېد او ياده مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.
ده وويل، چې په دې چاودنه کې د ملانصير ١٢ کلنه لور او ياد پاکستانى وژل شوى دى.
د هغه په وينا، ملا نصير سخت ټپي شوى او د ده د کورنۍ دوه نورې ښځې چې په بله خونه کې وې هم ټپيانې شوې دي.
امنيه قوماندان وايي، چې د ادېزيي سيمه د وسلوالو مخالفينو تر نفوذ لاندې سيمه ده او ده دغه معلومات د کشفي ارګانونو د راپور له لارې ترلاسه کړي دي.
خو د ادېزيي د سيمې اوسېدونکي احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ نږدې غرمه مهال په سيمه کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو له خوا توغول شوى هاوان د طالبانو د سرګروپ ملا نصير په کور کې ولګېد.
هغه وويل، چې د هاوان د لګېدو له امله د ملا نصير لور وژل شوې او ملانصير د خپلې کورنۍ له دوو ښځو سره ټپي دى.
د سيمې يوه بل اوسېدونکي نقيب الله هم د احمدزي څرګندونې تاييد کړې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په ياده سيمه کې پر يوه کور هاوان لګېدلى چې له امله يې يوه ماشومه وژل شوې او د يادې کورنې ٧ نور غړي ټپيان دي.
ايساف ځواکونو د يادې پېښې په اړه بې خبري وښوده.