کابل (پژواک ١٦ تله ٩١): د اسيا د کرکټ ايليټ کپ سياليو په لړ کې افغانستان نن بوتان ته په ماتې ورکولو سره په پرله پسې توګه خپله څلورمه لوبه هم وګټله.
د لسو هېوادونو په ګډون د اسيا د کرکټ د دويمې درجې هېوادونو د کرکټ د ايليت جام سيالۍ د تلې په ١٢مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن (د تلې ١٦مه) خپله درېيمه لوبه له بوتان سره ترسره کړه او په لوى توپير سره يې دا لوبه وګټله.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بوتان لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
د هغه په وينا، د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د بوتان ټوله لوبډله په ٣٨ اورونو کې ١٠٧ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٠٨ منډو هدف کېښود.
وفا وايي، چې د افغانستان له لوري سيد شېرزاد تر ټولو ښه لوبه وکړه او د بوتان پنځه لوبغاړي يې وسوځول.
دغه راز ګلبدين نايب دوه،شاهپور ځدراڼ، نوروز منګل او جاوېد احمدي يو يو لوبغاړى وسوځول.
د کرکټ بورډ وياند وايي، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ١٣ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان له لوري کپتان نوروز منګل ٥٨ او ګلبدين نايب ٣٤ منډې جوړې کړې.
د هغه په وينا، سيداحمد شېرزاد چې د بوتان پنځه لوبغاړي يې وسوځول،د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغانستان له دې مخکې د درېيو لوبو په ګټلو سره د دغو سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړې وه.
دغه راز ملي لوبډلې په دغو سياليو کې له دې مخکې له عمان، ماليزيا او له مالديف څخه هم لوبې ګټلې وې.
دغه سيالۍ په دوو ګروپونو وېشل شوې، په الف ګروپ کې افغانستان، عمان، ماليزيا، بوتان او د مالديف لوبډله، په ب ګروپ کې سعودي عربستان،کويټ ، متحده عربي امارات، هانګ کانګ او د نيپال لوبډلې شاملې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP