کابل (پژواک ١٦ تله ٩١): د انګلستان د کرکټ يو پياوړى کلب (اېم. سي. سي) ٢٤ افغان روزونکو ته روزنه ورکوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د انګلستان تر ټولو د ډېرې تجربې لرونکی او پياوړی کلب (MCC) په افغانستان کې ٢٤ روزونکي روزي.
هغه زياته کړه، چې په دې اړه د ياد کلب د مشر فيلېپ هوډسن (phillop Hotsan) په مشرۍ درې کسيز پلاوى کابل ته راغلى دى.
د وفا په وينا، په دغه پلاوي کې هندي روزونکى امېش پټوال او مارټن اوسټ هم شامل دي او له تېرې ورځې راهيسې يې د ٢٤ افغان روزونکو د روزنې لړۍ پيل کړې ده.
د کرکټ بورډ وياند وايي، چې دغه روزنه د بورډ او افغان ځوانانو د ملاتړې ادارې (AYCSO) له خوا په ګډه پر مخ وړل کېږي او ٢٤ روزونکو ته به د د (Level one Coaching) په برخه کې روزنه ورکړي.
د افغان ځوانانو د ملاتړې ادارې (AYCSO) مشر رييس احمدزی وايي، چې د اېم سي سي مشر د دې ترڅنګ د افغانستان له کرکټ سره د دوامدارې مرستې ژمنه کړې ده.
هغه زياته کړه: ((د اېم سي سي د مشر راتګ د افغانستان کرکټ د ودې او پراختيا ښه ثبوت دی او له دې سره به افغانستان کرکټ روښانه راتلونکې ولري.))
د نوموړي په وينا، د افغانانو لپاره ښه چانس دى چې د نړۍ د مشهور کرکټ کلب له تجربو څخه ګټه واخلي.
رييس احمدزى وايي،چې دانګلستان د اېم سي سي کلب مشر به د کابل له نړيوال کرکټ لوبغالي او اکاډمۍ څخه هم ليدنه وکړي.
د هغه په وينا،دغه څلور ورځنى روزنيز کورس دافغانستان کرکټ بورډ، افغان ځوانانو د ملاتړې ادارې، Afghan Connection او MCC په مرسته برابر شوی دی.
د يادونې ده، چې د افغان ځوانانو ملاتړې اداره له ۲۰۱۰ کال راهيسې د کرکټ په برخه کې کار کوي او تر اوسه يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تر ۳۰۰۰ زيات ځوانان روزلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP