اسعداباد (پژواک ١٦ تله ٩١): د کونړ امنيه قوماندان وايي، د نورستان د خلکو پر وړاندې د خوارکي توکو د لېږد ستونزه د نورستان په خاوره کې ده، خو د نورستان امنيه قوماندان دا خبره ردوي.
امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څه موده وړاندې د نورستان د خلکو د خوارکي توکو د انتقال ستونزه د کونړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ په سيمه له نورستان سره نږدې برخو کې پيدا شوې وه.
هغه زياته کړه، چې د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا د نورستان د هغو خلکو چې خوراکي توکي به يې له کونړه مرکزي نورستان ته انتقالول، بند شوي وو.
امنيه قوماندان وايي، چې په ياده سيمه کې د ملي اردو دوه کنډکونه ځاى پر ځاى شوي چې ورسره ياده ستونزه له منځه تللې ده.
نذيري وويل، چې د چپې درې او ماڼوګي ولسواليو لويه لار چې له مرکزي نورستان سره نښلي اوس بشپړ امنيت دى.
د نوموړي په وينا، د دې لارې د ښه امنيت ساتلو په موخه د ملي پوځ له سرتېرو سره څنګ په څنګ د ملي پوليسو پوستې هم جوړوي ترڅو د دغو ولسواليو لويه لار په بشپړه توګه امنه شي.
د کونړ قوماندان وايي، چې د نورستان د خلکو د خوراکي توکو د انتقال ستونزه اوس د چپې درې له ګلسلک سيمې، چې د نورستان او کونړ ولايتونو سرحدي سيمه ده، د نورستان ولايت اړوند سيمې ته تللې ده.
د چپې درې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نعيم الله هم وايي، چې په سيمه کې يې امنيت ښه شوى او اسعداباد ته په لاره هېڅ ستونزې نه وي.
د هغه په وينا، د نورستان د خلکو د خوراکي توکو د لېږد ستونزه د چپې درې ولسوالۍ د ګلسلک سيمې څخه ها خوا شتون لري چې د نورستان او کونړ سرحدي سيمه ده.
خو د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستانى وايي، چې د دوى په سيمه کې هېڅ ستونزه نشته.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ټوله ستونزه د کونړ د چپې درې په ولسوالۍ کې ده، چې هلته وسلوال لاره بنده کړې او خوراکي توکي نورستان ته نه پرېږدي.
د يادونې ده، چې تر اوسه وسلوالو طالبانو د يادې لارې د بندېدو په اړه څه نه دي ويلي.