Language

د بګرام زندان د فرقې قوماندان له چاودنې روغ ووت

کابل(پژواک ٢٠تله ٩١): د بګرام زندان د ملي اردو د فرقې قوماندان د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې له چاودنې روغ وتلى، خو دوه ساتونکې او موټر چلوونکى يې ټپيان شوي دي.

د کابل ولايت وياند وسيع الله مياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن له غرمې مخکې په ١١ بجو او ٣٠ دقېقو د کابل د قرباغ ولسوالۍ د قلعه حارث په سيمه کې رامنځته شوې ده .

دده د معلوماتو له مخې، جنرال صفي الله د قلعه حارث کلي ته د دستاربندۍ مراسمو کې د ګډون په موخه روان وو، چې پر موټر يې چاودنه وشوه.

دى وايي، چې په چاودنه کې د نوموړي دوه ساتونکي او موټر چلوونکى ټپيان شوي، خو ده ته پکې کوم زيان نه دى اوښتى.
 د قره باغ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالمتين پژواک خبري اژانس ته  ويلي، چې ټپي شوي ساتونکي د کابل څلورسوه بستريز روغتون ته وړل شوي او هلته تر درملنه لاندې دي .

هغه وويل ، چې صفي الله ته هم په روغتون کې سېروم تطبيق شول ، ځکه چې د چاودنې له  امله ګنکس شوى و .

 د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics