Language

مزار شريف ( پژواک ٢٠ تله ٩١  ) : د بلخ ولايت د شورتېپې ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د بلخ دامنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درُاني د  تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو ولسوالۍ ته څېرمه  شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې په دې چاودنه کې دشورتېپې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد يوسف له يوه پوليس سره وژل شوى او پنځه نور پوليس  ټپيان  شوي دي.

د دُراني په وينا، دوه ټپيان د ولسوالۍ روغتون او درې نور په مزار شريف ښار کې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د شورتېپې ولسوالۍ يو تن قومي مشر قربان علي صاحبي د يادې چاودنې د تاييد ترڅنګ وايي ، چې په دې سيمه کې د وسلوالو مخالفينو شتون له نشت سره برابر دى او کېداى شي امنيه قوماندان دشخصي دښمنۍ له امله وژل شوى وي.

خو امنيه قوماندانۍ د شخصي دښمنۍ خبره رد کړه او ويې ويل ، چې پوليسو په سيمه کې په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

وسلوالو  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics