Language

په ميدان وردګو کې دوه بهرنيان وتښتول شول

کابل، غزني ( پژواک ٢٠ تله ٩١ ) : د ميدان وردګو يوه حکومتي سرچينه وايي، چې تېره ورځ دوه بهرنيان چې له غزني ولايت څخه کابل ته پر لاره و، وسلوالو طالبانو تښتولي دي.

دغې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي نن د( تلې په ٢٠مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل ،دوه بهرنيان چې يوه ښځه او بل نارينه دي، د وردګو اړوند د شش ګاو په سيمه کې د کابل – غزني  پر لويه لاره له کرولا موټر سره تښتول شوي دي .

سرچينه زياتوي ، چې ويل کيږي دغه بهرنيان ملکي وګړي دي، خو لاهم په دې اړه دقيق معلومات نشته . 

د يادې سيمې يو اوسېدونکي هم چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د غزني – کابل پر لويه لاره د ميدان وردګو د سيد اباد ولسوالۍ د شش ګاو او سالارو ترمنځ سيمه کې رامنځته شوې ده.

دغه تن زياتوي، چې يوه امريکايۍ مېرمنه او کاناډايي سړى له غزني څخه په يوه شخصي کرولا  موټر کې روان وو، چې په ياده سيمه کې وسلوالو طالبانو راښکته کړي دي.

په سيداباد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو يوه قوماندان، د نوم نه اخيستو په شرط پژواک اژانس ته د يادو بهرنيانو تښتونه تاييدکړه، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنکړل.

خو د سيداباد ولسوال  ډاکتر مسلم له دې پېښې څخه ناخبري وښوده.

بلخوا د غزني ولايت د عامې روغتيا رياست وايي ، چې نن له غرمې وروسته د ملي اردو ځواکونو د يوې وژل شوې مېرمنې جسد مرکزي روغتون ته راوړى دى.

د غزني د عامې روغتيارييس باز محمد همت پژواک اژانس ته وويل ، چې ددې وژل شوې مېرمنې پر جسد افغاني جامې دي، خو د پېژندلو نه ده .

هغه زياته کړه ، چې دا مېرمن په مرموز ډول  وژل شوې او دمقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر سړک غورځول شوې وه.

نوموړى وايي : (( داښځه چې نږدې ۲۵ کاله عمر لري دملي اردوځواکونو د سړک پر سر پيداکړې وه،  چې ترې چپ لاس او د پښې ګوتې هم پرې شوې دي. ))

د عامې روغتيا رييس وايي، چې د وژل شوې مېرمنې جسد خراب شوى او داسې ښکاري، چې څو ورځې مخکې وژل شوې وي.

د غزني د ښځود چارو رييسې هم ياده پېښه تاييد کړه، خو په اړه يې نور معلومات نه درلودل.

Related Topics