Language

بریتانیا خپل اووه سرتیري په افغانستان کې د غیرقانوني وژنې په شک نیولي دي

کابل ( پژواک ۲۱ تله ۹۱ ) د بریتانیا دفاع وزارت اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې خپل اووه سرتیري د غیرقانوني وژنې په شک نیولي دي.

بریتانوي رسنیو  نن دتلې په ۲۱مه ددغه هیواد ددفاع وزارت له خولې خبر ورکړی ، چې یاد سرتیري پرون په افغانستان کې نیول شوي دي.

 سرچینې دا نه ده په ډاګه کړې، چې دغه سرتیري دافغانستان په کومه سیمه کې نیول شوي ، خو باید وویل شي چې شاوخوا نهه نیم زره بریتانوي په هلمند ولایت کې مېشت دي.

دبریتانیا دفاع وزارت دغه راز زیاته کړې، چې پر یادو اوو سرتیرو شک دی ، چې تیر کال (۲۰۱۱) د یوې نښتې پر مهال یې په غیر قانوني توګه دافغانستان ددولت وسلوال مخالفین وژلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې ددوی نظامي پولیسو یاد سرتیري نیولي او اوس تر پلټنو لاندې دي، ددفاع وزارت په اعلامیه کې په دې اړه هیڅ ډول نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده ، چې دا لومړى ځل دی، چې دتیرې یوولس کلنې جګړې پر مهال په افغانستان کې بریتانوي سرتیري نیول شوي دي.

له دې مخکې د عامو وګړو د وژلو او د طالبانو د جسدونو د سپکاوي په تور یو شمیر امریکایي سرتیري نیول شوي او قضيې يې د امریکا په محکمو کې تر څیړنو لاندې دي.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.