Language

په غزني کې يوښځه ووژل شوه ، پنځه ښځې او درې ماشومان  ټپيان شول

غزني ښار(پژواک٢١تله٩١) : د غزني د مرکز اړوند د” خاک غريبان”  په سيمه کې د نښتې له امله يوښځه  ووژل شوه او پنځه ښځې او درې ماشومان  ټپيان شول. 

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن له غرمې وروسته وسلوالو طالبانو د غزني د مرکز اړوند د “خاک غريبان” په سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.

د هغه په وينا، په دې بريد کې د وسلوالو طالبانو په ډزو کې  ٩ عام وګړي  ټپيان شول ، چې شپږ يې ښځې او درې يې ماشومان دي .

د والي مرستيال زياته کړه ، چې په ياد بريد کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ، خو په اړه يې کره معلومات نه لري .

د غزني د عامې روغتيا مشر بازمحمد همت وايي ، چې نن له غرمې وروسته له يادې سيمې څخه  شپږ ټپي ښځې او درې ټپي ماشومان ، د غزني روغتون ته وړل شوي دي . 

دده په وينا، له ټپيانو څخه يوې ښځې په روغتون کې ساه ورکړه او يوه بله ټپي شوې  ښځه چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ و ، د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوې ده .

 د سيمي يو تن اوسېدونکي محمد رضا هم ياده مرګ ژوبله تاييد کړه.

ده وويل،چې  نن ماسپښين وسلوالو طالبانو د دوى د کلي پر پوستې بريد وکړ او يادو کسانو ته  په نښته کې د دواړو لوريو په ډزو مرګ ژوبله اوښتې ده .

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .