ميمنه ( پژواک ٢١تله ٩١): د فارياب په کوهستان ولسوالۍ کې د بشري مرستو همغږي کوونکي موسسې ( CHA) پر دفتر په بريد کې ددې موسسې څلور کارکوونکي ټپيان شول .
په فارياب کې د يادې موسسې د ولايتي دفتر مسوول حيات الله باختري وايي، چې تېره شپه يو شمېر ناپېژانده وسلوال په کوهستان کې د دوى دفتر ته ورننوتل او د دفتر پر کارکوونکو يې ډزې وکړې.
ده وويل ، چې په دې ډزو کې ددې دفتر څلورکارکوونکي ټپيان شول .
هغه وايي، چې درې تنه ټپيان ددې ولايت مرکز ميمنې ته د درملنې لپاره لېږدول شوي خو تر اوسه روغتون ته نه دي رسيدلي او پر لاره ده .
دى وايي،چې څلورم تن سرسري ټپى شوى او په ياده ولسوالۍ کې يې درملنه شوې ده .
د فارياب والي محمدالله بتاش هم د يادې موسسې پر دفتر بريد او د څلور کسانو ټپي کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې په دې اړه پلټنې روانې دي .
پژواک