Language

کابل(پژواک٢٢تله٩١): د ماليې وزارت چارواکي په دې وزارت کې د روڼوالي د ډېرېدو خبره کوي او وايي چې په روان کال کې ددې وزارت غير ګمرکي عوايد د تېرکال په پرتله ١١ سلنه لوړ شوي دي.

د ماليې وزارت اداري مرستيال عبدالرزاق واحدي چې نن يې په کابل کې د ” افغانستان کې د استخراجي صنايعو د شفافيت نوښت (AEITI)” د ادارې له مسوولينو سره په ګډه خبري ناسته کې خبري کولې وويل چې د ماليې وزارت د عوايدو د راټولو او مديريت په برخه کې د تېرو کلونو په پرتله ډېر پرمختګ کړى دى.

واحدي وويل چې د ماليې وزارت اړونده ادارو کې د کسانو په استخدام کې روڼوالى رامنځته شوى او همداراز دې وزارت د دولتي ملکيتونو د ثبتولو او خصوصي تصديو ته په واک کې ورکولو له لارې يې عوايد ترلاسه کړي دي.

د ماليې وزارت مرستيال وايي، لوړ شوي عوايد له هغو سرچينو لاسته راغلې چې پخوا ورته پام نه کېده او يا هم د اختلاس له امله يې عوايد ورکېدل.

واحدي د اختلاس کوونکيو د نومونو له څرګندولو ډډه وکړه او دا يې هم ونه ويل چې ١١ سلنه ډېر شوي عوايد څومره افغانۍ کېږي.

واحدي زياته کړه:” د ماليې وزارت د شفافيت په برخه کې په رښتيا هم پرمختګ کړى دى، ښايي ځينې کمۍ زموږ وي چې موږ يې ډېر نه غواړو د ټولو غوږونو ته ورسوو يا پرې اقرار وکړو.”

هغه که څه هم د عوايد ډېرېدل د غير ګمرکي سرچينو له لارې وبلل، خو د سرچينو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې يې د عوايدو د زياتوالي لامل ګمرکونو ته ګوته ونيوه.

هغه د مثال په ډول وويل چې د ماليې وزارت په ګمرکونو کې د ايکسري ماشينونه نصب کړي چې کولى شي په موټرو کې وارېدونکي توکي معلوم کړي او د توکيو نوعيت ته په کتو ترې ماليه واخلي.

دى وايي چې پخوا د ماليې وزارت په ګمرکونو کې دا امکانات نه درلودل نو له همدې امله به يواځې د سوداګرو د معلوماتو له مخې د هغوى له توکيو ماليه اخيسته.

د ماليې وزارت د مرستيال د معلوماتو له مخې په تېرو درېيو کلونو کې د دولت عوايد له ٤١ ملياردو ١٠٠ مليارده افغانيو ته لوړ شوى دى.

په افغانستان کې د استخراجي صنايعو کې د شفافيت د نوښت (AEITI) مشر بشيرخان صالحي هم وويل چې لا د دولت په عوايدو کې د اختلاس ستونزه پرځاى پاتې ده.

ددې ادارې لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د استخراجي صنايعو په برخه کې له فعالو پنځو شرکتونو په ١٣٨٩ کال کې په ټوليز ډول څه د پاسه ١١٤١ مليونه افغانۍ ماليه ورکړې، خو له دغو پيسو نږدۍ ١٠٦٩ مليونه افغانۍ حکومت ترلاسه کړي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ښکاري چې په ١٣٨٩ کال کې دولت شاوخوا ٧٢ مليونه افغانۍ عوايد ورک دي.

خو خبرپاڼه د صالحي په قولي ليکلي دي:” دغه پورتنى توپير کېداى شي د محاسبوي ستونزو له امله وي او کېداى شي موضوع جدي واوسي، په هر صورت ددې مسئلي د حل لپاره حکومت او خصوصي سکتور ژمن دى چې دې ته د حل لارې چارې ولټوي ترڅو په راتلونکې کې د دغو ستونزو مخه ونيول  شي.”

په داسې حال کې چې ياده اداره د استخراجي صنايعو د شفافيت په برخه کې کار کوي، خو د پژواک د پوښتنې په ځواب کې چې دغه شمېرې يې څنګه ترلاسه کړې وويل چې دغه ارقام يې د مدني ټولنې، خصوصي سکتور او يوې بهرني کمپنۍ په مرسته ترلاسه کړي دي.

د افغانستان کې د استخراجي صنايعو د شفافيت نوښت (AEITI) د ماليې وزارت په چوکاټ کې کار کوي.

Related Topics