غزني ښار (پژواک ۲۲ تله ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې په غزني کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د يو لړ عملياتو پر مهال څلور وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د غزني د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال د تلې په ٢٢ مه پژواک اژانس ته وويل، چې د اندړو ولسوالۍ د ناني په سيمه کې بهرنيو ځواکونو نن څلور وسلوال طالبان ووژل.
د هغه په وينا، دغه کسان د عملياتو پر مهال هغه وخت په هوايي بريد کې ووژل شول، چې دوى غوښتل د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او له دوى سره په همغږۍ ترسره شوي دي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د اندړو ولسوالۍ د زرين کلا په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې ١٠ وسلوال طالبان وژل شوي وو.