Language

حبيبيې لېسې د ښوونځيو په کرکټ سياليو کې اتلولي خپله کړه

کابل (پژواک ٢٤ تله ٩١): د کابل ښار د حبيبيې لېسې د کرکټ لوبډله د ښوونځيو په کچه د کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک د تلې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ښوونې او روزنې وزارت په نوښت د کابل ښار د ښوونځيو په کچه د کرکټ سيالۍ د تلې په دويمه نېټه پيل شوې وې او نن پاى ته ورسېدې.

هغه زياته کړه، چې د دغو سياليو پاى لوبې ته د حبيبيې او غازي لېسو لوبډلو لاره پيدا کړې وه او پاى لوبه يې د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

نوموړي وويل، چې د حبيبيې لېسې لوبډله لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٧ مندې جوړې کړې او غازي ته يې د ١٥٨ منډو هدف کېښود.

هوتک وايي، چې د غازي لېسې لوبډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په سلو منډو کې وسوځېده او دغه راز د حبيبيې لېسې دا لوبه د ٥٧ منډو په توپير سره وګټله او اتلولي يې خپله کړه.

د ښوونځيو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې سلاکار وزير او د کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود، د ښوونې او روزنې وزارت د بدني روزنې لوى رييس محمد اکبر عمرخېل، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس بشير ستانکزي، د لوبې سپورتي روزنيزې موسسې استازى ضراب شاه ظهيراو د افغان ځوانانو د کرکټ ملاتړ ادارې مشر رييس احمدزي ګډون کړى و.

د ښوونې او روزنې وزارت د بدني روزنې لوى رييس محمد اکبر عمرخېل له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې د دغو سياليو په ترسره کولو کې يې له دوى سره تخنيکي مرسته وکړه.

هغه زياته کړه، چې دوى به په راتلونکي کې هم د ښوونځيو د کرکټ لوبډلو ترمنځ دا ډول سيالۍ په لاره اچوي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر او سلاکار وزير شهزاده مسعود وويل، چې د ښوونځيو کرکټ په هېواد کې د کرکټ لوبې ودې او پرمختګ په لاره کې مهم رول لوبوي.

هغه زياته کړه، چې په نورو هېوادونو کې ګڼ شمېر مشهور او پياوړي لوبغاړي د ښوونځيو له کرکټ څخه ترلاسه شوي دي.

نوموړي وويل، چې د افغانستان کرکټ بورډ د ښوونځيو کرکټ ته زياته پاملرنه کوي او په راتلونکي کې به ورته رسمي بڼه ورکړي.

وروسته د يادو چارواکو او مسوولينو له خوا پر ګټونکې لوبډلې او لوبغاړو انعامونه او جايزې هم ووېشل شوې.

Related Topics