محمودراقي (پژواک ٢٤ تله ٩١): چارواکي وايي، د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو او وسلوالو طالبانو په نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او يو د ملي اردو سرتېرى او څلور عام وګړي ټپيان دي.
د تګاب ولسوال عبدالقدوس ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د تګاب په قورغل سيمه کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو پر ګزمه بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې په نښته کې د دوو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو او د ملي اردو د يوه سرتېري د ټپي کېدو تر څنګ څلور ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.
د ده په وينا، په يادو څلورو کسانو کې، چې په ټونس موټر کې د دغه ولايت له اله ساى ولسوالۍ څخه د کابل سروبي ولسوالۍ ته روان وو، دوه سړي، يوه ښځه او يو ماشوم شامل دي.
هغه وويل، نه پوهېږي چې ملکي کسان د کوم لوري په ډزو کې ټپيان شوي دي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه په سيمه کې د ملي اردو له ځواکونو سره خبرې وکړو، خو اړيکه مو ورسره ټينګه نه شوه کړاى.
د ولسوال د څرګندونو له مخې، په نښته کې د ټپي شوو کسانو درملنه د سيمې په يوه کلينيک او په تګاب کې د ملي اردو ځواکونو په روغتيايي مرکز کې شوې ده.
دى وايي، چې ټپيان تر درملنې وروسته رخصت شوي او روغتيايي حالت يې ښه و.
د سيمې يوه اوسېدونکي احمدزي هم د ټيلېفون له لارې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه په دې سيمه کې سخته نښته وشوه.
دى وايي، چې د شپې له کوره نه دى وتلى، خو سهار يې د سيمې له خلکو اورېدلي، چې په نښته کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي، خو نور معلومات يې په اړه نه لري.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په قورغل کې بريد طالبانو کړى او په ترڅ کې يې درې بهرني سرتېري وژل شوي او ټانګ يې هم ويجاړ شوى دى.
بهرنيو ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.