ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولايتي بيارغونې ډلې په تدريجي ډول له منځه وړل کېږي

د ولايتي بيارغونې ډلې په تدريجي ډول له منځه وړل کېږي

author avatar
15 Oct 2012 - 16:06
د ولايتي بيارغونې ډلې په تدريجي ډول له منځه وړل کېږي
author avatar
15 Oct 2012 - 16:06

کابل ښار (پژواک ٢٤ تله ٩١): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي وياند وويل، چې په ولايتونو کې به د ولايتي بيارغونې ډلو چارې بنديږي او د پرمختيايي چارو پر ځاى به د ظرفيت لوړونې په برخه کې کار کوي.

ولسمشر حامد کرزي پخوا څو ځلې د ولايتي بيارغونې ډلو (PRT) پر چارو او کړنو نيوکې کړې وې او له افغان ادارو سره يې موازي ادارې بللې وې.

په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو ملکي استازي وياند ډومينېک ميډلي نن (د تلې ٢٤مه) په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې په ټولو ولايتونو کې به د ولايتي بيارغونې ډلو چارې له افغان حکومت سره په سلا مشوره وتړي او چارې به يې ولايتي افغان چارواکي پر مخ وړي.

د هغه په وينا، په دې اړه يې له افغان حکومت سره توافق کړى او له ٢٠١٤ زېږديز کاله وروسته دوى په خپلواک ډول پراختيايي او پرمختيايي چارې نه شي ترسره کولى.

نوموړي زياته کړه، چې له ٢٠١٤ زېږديز کاله وروسته د نړيوالې ټولنې له خوا په پراختيايي او پرمختيايي چارو کې په لوړه کچه ژمنې شوې او په افغانستان کې به د بيارغونې کارونه همداسې چټک روان وي.

ډومينېک دغه راز وويل، چې له ٢٠١٤ کال وروسته نړيوالې ټولنې د ملياردونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې او له دې سره به افغانستان د ثبات او پرمختګ پر لور ولاړ شي.

د ده په خبره، افغان ځواکونه دا مهال پياوړي شوي او ناټو ډاډه ده، چې د خپل هېواد امنيت به په ښه ډول وساتلى شي او له ٢٠١٤ کال وروسته به هم دوى د روزنې او تجهيز په برخه کې ورسره مرسته کوي.

په دې خبري ناسته کې، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پوځي وياند ګورټن ګېټس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د روسيې هغه اندېښنه، چې ښايي د ناټو ځواکونو له وتو وروسته افغان ځواکونه ونه توانيږي امنيت وساتي، يو څه سمه ده.

د هغه په وينا، په يو شمېر سيمو کې ښايي ستونزې رامنځ ته شي، خو ناټو او نړيواله ټولنه ژمنه ده، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به هم له افغان ځواکونو سره د تجهيز او روزنې په برخه کې مرسته کوي.

نوموړي زياته کړه، چې اوس هم په افغانستان کې تر ٨٠ سلنې ګډ عمليات د افغان ځواکونو په مشرۍ ترسره کېږي، چې ټول يې بريالي دي.

د ګېټس په خبره، افغان ځواکونه اوس هم يو شمېر ستونزې لري، خو لا وخت شته او دوى هڅه کوي، چې تر وتو مخکې د افغان ځواکونو ټولې ستونزې هوارې کړي.

په ياده خبري ناسته کې دغه راز د ناټو ځواکونو ملکي وياند وويل، چې په ۲۰۱۵ کال کې د دوی نوی ماموريت، چې د افغان ځواکونو په روزنې، مشورو او نورو همکاريو پورې تړاو لري، د ناټو د اوسني جګړه ييز ماموريت ځای نيسي.

د هغه په وينا، د ناټو نوى ملکي استازى موريټس يوکيمس د تېرې جمعې په ورځ کابل ته را رسېدلى او خپله دنده يې پيل کړې ده.

ده زياته کړه، چې نوى استازى د پخواني برېتانوي استازي ځاى ناستى ټاکل شوى.

د ناټو نوى استازى د هالنډ هېواد اوسېدونکى دى، هغه له ٢٠٠٥ زېږديز کال څخه تر ٢٠١٠ کاله پورې په کابل کې د ناټو د ځانګړي استازي د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده.

دغه راز هغه د ٢٠٠٨ زېږديز کال له جنورۍ تر جولاى مياشتې پورې د ناټو د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.