ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايتلاف ځواکونو په ناوې کې د ملکي تلفاتو پوره مسووليت ومانه

author avatar
16 Oct 2012 - 19:24
author avatar
16 Oct 2012 - 19:24

کابل (پژواک ٢٥ تله ٩١): ايتلاف ځواکونه وايي، تېره يکشنبه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د شکمنو وسلوالو پر وړاندې د دې ځواکونو په عملياتو کې ښايي په تصادفي ډول درې ملکي کسان وژل شوي وي.

يادو ځواکونو نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې، پر دغو ملکي تلفاتو ژوره خواشينې  څرګنده  کړې او د دې پېښې پوره مسووليت يې منلى دى.

دې ځواکونو ويلي، په دې اړه به له افغان ځواکونو سره په نږدې همکارۍ د دې موضوع د څرنګوالي پلټنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ځواکونه به د وژل شويو کسانو له کورنيو سره وګوري او تسليت به ورکړي.

سرچينه ليکي، په يادو عملياتو کې هوايي ځواکونو برخه نه لرله او په دې اړه د رسنيو راپورونه سم نه دي.

د ناوې امنيه قوماندان لومړي څارن احمدشاه د تلې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې يوه ورځ وړاندې د دې ولسوالۍ د ټانګانو ګودر په سيمه كې ايساف پر ماين خښوونکو هوايي بريد وکړ.

 ده ويلي و چې په دغه هوايي بريد کې، دوه ماين خښوونکي او د سيمې درې ماشومان وژل شوي دي.

 احمدشاه ويلي و، چې په وژل شوو ماشومانو کې يوه کم عمره نجلۍ او دوه نور هلکان دي.

 په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر مخکې پژواک ته ويلي و، چې په ناوې ولسوالۍ کې يې درې وسلوال مخالفين وژلي، خو د ماشومانو د وژل کېدو په اړه يې ناخبري ښودلې وه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.