محمودراقي (پژواک ٢٥ تله ٩١): چارواکي وايي، د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې دوه وسلوال مخالفين نيول شوي او په يوه چاودنه کې درې سيمه ييز پوليس ټپيان دي.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نظام الدين او شوکت په نومونو ياد شوي دوه وسلوال طالبان، ګډو افغان امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو پر مهال د تګاب په لغماني سيمه کې په يوه کور کې نيولي دي.
دى وايي، امنيتي ځواکونو له دې کور څخه يو کلاشينکوف، دوې پاکستانۍ تومانچې او اته لاسي بمونه هم ترلاسه کړي دي.
دغه راز سرچينې زياته کړه، چې نن غرمه مهال د تګاب ولسوالۍ بازار ته څېرمه په يو موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى کړل شويو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې، درې سيمه ييز پوليس ټپيان شول.
دى وايي، چې ټپيان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې نسبتا ښه دى.
وسلوالو طالبان تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.