Language

لښكرګاه (پژواك ٢٥ تله ۹۱): د هلمند د يو شمېر ولسواليو قومي مشرانو او کروندګرو ګواښ وکړ، چې که د پنبې فصل ته يې مناسب بازار پيدا نه شي، نو دوى به په خپلو کروندو کې کوکنار وکري.

د دغه ولايت د نادعلي، مارجې، ګرشك، ناوې او ګرمسېر ولسواليو لسګونه قومي مشرانو، د ټولنيزو شوراګانو غړو او کروند ګرو ياده ستونزه په لښکرګاه کې ولايتي شورا ته ياده کړه.

د نادعلي د ټولنيزې شورا غړي عبدالاحد هلمندوال د ولايتي شورا له مسوولينو وغوښتل، چې د کروندګرو د پنبې حاصلاتو ته دې د مارکېټ او بازار موندلو په موخه هلې ځلې وکړي او دا ستونزه دې لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي.

هغه زياته کړه، كه چېرې د پنبې لپاره مناسب بازار پيدا او بيه يې لوړه شي، هېڅكله به هم كروندګر په خپلو ځمكو کې كوكنار ونه كري او كه چېرې دغه كار ونه كړي نو كروندګر به بېرته د كوكنارو كر ته مخه وكړي.

د مارجې يوه قومي مشر محسن نظامي له حکومته غوښتنه وكړه، چې په هلمندكې دې د كروند ګرو د ټولو حاصلاتو لپاره، په ځانګړې توګه پنبې ته فابريكه فعاله او په لوړه بيه دې ورته بازار ومومي.

د نظامي په وينا، پنبه كولى شي چې د كروند ګرو اقتصاد په پښو ودروي چې له دې سره به نه يواځې د كوكنارو مخه ونيول شي، بلكې يو ځاى به امنيت هم ورسره ټينګ شي.

د ولايتي شورا منشي عطاء الله خان وايي، چې پنبه په هلمند کې د کوکنارو يواځېنى بديل کېداى شي.

د هغه په وينا، دغه فصل ته له ښه بازار پيدا کېدو سره به خلک په کار بوخت او د کوکنارو له بد بوټي څخه به هم خلاص شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د کوکنارو له کرلو سره د نورو ستونزو ترڅنګ د کرلو او راټولولو پر مهال يې جنګونه هم رامنځته کېږي.

عطاءالله زياته كړه، كه چېرې په هلمندكې د پنبې فابريكه فعاله شي له دې سره به له يوې خوا د كروند ګرو ياده ستونزه هواره شي او له بلخوا به له همدې فابريكې صابون، غوړي او د سون توکي توليد شي.

د لښكرګاه د بست تصدۍ (د پنبې فابريكې) رييس حاجي شرين جان وايي، چې دوى سږ كال د دوه زره او پنځه سوه ټنه پنبې د تحويلى پلان لري، خو نغدې پيسې نه ورته لري.

هغه زياته کړه، چې په همدې کچه جنس له تېر کاله هم ورته پاتې دى چې تر دې مهاله يې د پلورلو لپاره ورته بازار نه دى موندلى.

نوموړي وويل، چې پخواني ايستل شوو مالوچو ته يې د بيې د ټيتوالي له امله بازار نه دى موندلى او له همدې امله يې د ماليې له وزارت څخه د درې سوه ميليونه افغانيو غوښتنه كړې، خو تر دې مهاله ورته نه دي ورکړل شوې.

د حاجي شيرين په وينا، له نشه يي توكو سره د مبارزې له وزارت څخه يې هم په دې برخه كې د مرستې غوښتنه كړې خو هغوى دغه كار ته غاړه نه ده اېښې.

نوموړي وويل، چې كه دولت ځانګړې پاملرنه وكړي د پنبې بيه لوړه وټاكي، ياده فابريكه د زرګونو ټنو پنبې د تحويلۍ (پېرېدلو او پلورلو) وړتيا لري.

د يادلو ده چې تر روانو جګړو وړاندې د لښكرګاه د بست تصدۍ (د پنبې فابريكه) تر شل زره ټنه زياته پنبه هر كال پېرله چې له يوې خوا د كروند ګرو اقتصاد ورسره ښه و او له بل لوري تر ډېره بريده د همدغه ولايت د خلكو د غوړيو او صابون ستونزه ورسره هواره وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.