ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيه د خپلو ورکو سرتېرو په لټه کې له افغانانو مرسته غواړي

روسيه د خپلو ورکو سرتېرو په لټه کې له افغانانو مرسته غواړي

author avatar
16 Oct 2012 - 18:36
روسيه د خپلو ورکو سرتېرو په لټه کې له افغانانو مرسته غواړي
author avatar
16 Oct 2012 - 18:36

کابل(پژواک٢٥تله٩١): روسيه له افغانانو د خپلو هغو ٢٦٥ سرتېرو په موندلو کې مرسته غواړي، چې شاوخوا درې لسيزې وړاندې پر افغانستان د پخواني شوروي د يرغل پرمهال ورک شوي دي.

د روسيې د پخوانيو سرتېرو د کمېټې مشر الکساندر لاورنتوف، تېره ورځ کابل کې په يوې خبري ناسته کې وويل چې دغه  سرتېري د ١٣٥٨ او ١٣٦٨ هجري لمريزو کلونو په ترڅ کې بې درکه شوي دي.

لاورنتوف وويل، چې د روسيې د پخوانيو سرتېرو ياده شوې کمېټه، په ١٣٧١ لمريز کال کې جوړه شوې او تر دې مهاله يې يواځې ٢٩ پخواني روسي سرتېري په افغانستان کې ژوندي موندلي دي.

ده وويل چې ٢٢ سرتېري يې د دوى په مرسته بېرته هېواد ته ستانه شوي ، خو ٧ نور يې په خپله خوښه په افغانستان کې پاتې دي.

لاورنتوف وايي، چې تر دې مهاله د پخواني شوروي اتحاد ٢٦٥ سرتېري ورک دي، چې نيمايي برخه يې روسان دي.

په کابل کې د روسيې سفير اندري اويتسيان، چې په همدې خبري ناسته کې يې برخه لرله، وويل چې افغانستان او روسيه د داسې هوکړه ليک د جوړولو په هڅه کې دي، چې د ورکو شويو سرتېرو د لټون هڅې تنظيم کړي.

 ده وويل چې په افغانستان کې د ناامنۍ له امله لرې پرتو سيمو ته لاسرسى ستونزمن دى، چې ښايي دغه سرتېري هلته دفن شوي وي.

 خو د روسيې د پخوانيو سرتېرو د کمېټې مرستيال وويل، د دې کمېټې د جسدونو د پلټنې څانګې افغانستان او پاکستان ته لسګونه سفرونه کړي دي.

ده وويل، د ځينو موندل شويو سرتېرو جسدونه د پلټنې په موخه روسيې ته هم لېږدول شوي، چې د پېچلو پلټنو په پايله کې يې ٥ سرتېري پېژندل شوي چې درې يې روسان او دوه يې د قزاقستان اتباع دي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د ١٣٥٨ او ١٣٦٨ هجري لمريزو کلونو ترمنځ په افغانستان کې د جګړې پرمهال ١٥زره روسيې سرتېري وژل شوي دي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال شاوخوا ١١٥زره سرتېري په دغو کلونو کې په افغانستان کې وو، چې د افغانستان خلکو يې پر وړاندې وسلواله مبارزه وکړه او په ١٣٦٨ هجري لمريز کال کې له دې هېواد څخه وايستل شول.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.