Language

کابل (پژواک ٢٥ تله ٩١): نېکمرغه لوى اختر به د راتلونکې اوونۍ د جمعې په ورځ (د لړم پنځمه) وي.

د سعودي عربستان سترې محکمې تېره شپه ناوخته اعلان کړى، چې د ذوالحجې مياشت ونه ليدل شوه؛ ځکه نو نن (سې شنبې) د ذوالقعدې ٣٠ مه او سبا (چهارشنبې) به د ذوالحجې د مياشتې لومړۍ نېټه وي.

سرچينې زياته کړې، چې په دې اساس به سږ کال سلګونه زره مسلمانان د بيت الله حج لوى رکن (عرفات غونډۍ ته ختل) د راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ ادا کړي او په سبا (جمعه) به يې د نېکمرغه لوى اختر مراسم ترسره کړي.

د هيواد منجم عبدالله کندهاري هم پژواک اژانس ته وويل چې د ذي الحجې مياشت نن دافغانستان په بېلا  بېلو سيمو کې دليدلو وړ وي او سبا به د ذي الحجې لومړۍ نېټه وي چې په دې حساب لوى اختر به د جمعې په ورځ دلړم په پنځمه وي.

ديني عالم محمد حسن حقيار وايي، چې د ذوا لحجې مياشتې لومړۍ لس ورځې ډېرې مهمې دي او په دې ورځو کې عبادت کول، تر نورو ورځو ډېر ثواب لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې خداى تعالى د دېرشمې سپارې د (فجر) سورت کې پر دغو لسو ورځو قسم ياد کړى دى.

نوموړي وويل، چې په دغو لسو ورځو کې روژه نيول، تهجد او نور نفلونه کول او صدقات ورکول تر نورو ورځو يې ثوابونه او فضايل زيات دي.

حقيار له ټولو مسلمانانو غوښتي، چې له دغو ورځو دې ښه ګټه پورته او هڅه دې وکړي، چې د الله تعالى ډېر عبادتونه په کې ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.