غزني ښار (پژواک ۲۵ تله ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، د يو لړ ګډو عملياتو په ترڅ کې يې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ۱۷ وسلوال طالبان وژلي، چې ١٥ يې پاکستانيان دي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني د تلې په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات يې تېره ورځ له بهرنيو ځواکوانو سره په ګډه د اندړو ولسوالۍ د سنګينک په سيمه کې پيل کړي وو، چې تېره شپه ناوخته پاى ته ورسېدل.
د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې ۱۷ وسلوال طالبان هغه مهال د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول، چې په يو کور کې کلابند شوي وو، د وتو لاره يې نه درلوده او شاوخوا د دوى ځواکونه وو.
نوموړي زياته کړه، چې د ټولو وژل شوو وسلوالو مړي په سيمه کې پراته دي، چې دوه يې افغان وسلوال او ۱۵ نور ټول پاکستاني طالبان دي، چې په اندړو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګېدل.
د ده په خبره، چې له دغو وژل شوو پاکستاني طالبانو سره يې د پاکستان شناختي کارټونه ترلاسه کړي دي.
د درېيمې لوا وياند وويل، چې په دغو عملياتو کې ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د اندړو ولسوالۍ په شيلګر سيمه کې يې تېره ورځ د يوې نښتې په ترڅ کې اووه افغان او دوه بهرني سرتېري وژلي دي.
د هغه په وينا، تېره ورځ د دوى ١٥ وسلوال محاصره وو، چې د نښتې په ترڅ کې يې درې تنه ووژل شول او نور ژوندي ووتل.
د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې وه، چې د پاڅونوالو په وينا، شپږ وسلوال په کې ووژل شول.