ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: افغان ځواکونو منځنۍ اسيا ته د نړيوالو ترهګرو د ورتګ مخه نيولې

کرزى: افغان ځواکونو منځنۍ اسيا ته د نړيوالو ترهګرو د ورتګ مخه نيولې

author avatar
16 Oct 2012 - 14:30
کرزى: افغان ځواکونو منځنۍ اسيا ته د نړيوالو ترهګرو د ورتګ مخه نيولې
author avatar
16 Oct 2012 - 14:30

کابل ښار (پژواک ٢٥ تله ٩١): ولسمشر کرزي د ايکو سازمان په غونډه کې وويل، چې افغان سرتېري نه يواځې د خپل هېواد لپاره قرباني ورکوي، بلکې د هغو نړيوالو ترهګرو ډلو مخه هم نيسي، چې غواړي د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا، روسيې او چين په هېوادونو کې بريدونه ترسره کړي.

ولسمشر دغه څرګندونې د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ (ايکو) سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په هغې غونډه کې کړې، چې نن (د تلې ٢٥مه) د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې پيل شوه.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي يادې غونډې ته په خپله وينا کې وويل: ((افغانستان په تاريخي، جغرافيوي او کلتوري لحاظ د منځنۍ اسيا او د اسيا د سوېل د دوو حوزو نه جلاکېدونکی غړی هېواد دی، موږ د ايکو د غړو هېوادونو له خلکو سره ژور کلتوري او تاريخي پيوندونه لرو.))

د هغه په وينا، دى په دې باور دى چې د ايکو د غړو هېوادونو په حوزه کې ډېر مساعد امکانات او فرصتونه شته، چې که له هغو څخه سالمه استفاده وشي، کولای شو پر ډېرو ستونزو لاسبري شو.

حامد کرزي په سيمه کې د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه وويل، د ده په باور، د ايکو سازمان غړي هېوادونه له ګډو جدي ستونزو او ګواښونو سره مخ دي او د دغو ټولو ننګونو په سر کې ترهګري ځاى لري.

د ده په خبره، پر ملاله يوسفزۍ د بريد پېښه د زرګونو پېښو يوه بېلګه ده، دا څرګندوي چې هېڅوک نه شي کولای د ترهګرۍ له شر څخه په امان کې شي.

ولسمشر وويل: ((ترهګري حتی زموږ پر ماشومانو باندې، چې غواړي زده کړې وکړي، هم رحم نه کوي، د ترهګرو د جنايتونو دغه المناکه پېښه بايد موږ ټولو ته يو جدي ګواښ وي.))

نوموړي زياته کړه، په ريښتيني ډول بايد دا ومنل شي، چې ترهګر په سيمه کې د داسې پټنځايونو او تسهيلاتو لرونکي دي، چې د سيمې د دولتونو له ګډې مبارزې پرته د هغو د له منځه وړلو په لاره کې برياليتوب ناشونی دی.

ده وويل، چې په افغانستان کې پر فعالو ترهګريزو ډلو سربېره د القاعدې، د ازبکستان اسلامي جنبش، د پاکستان د طالبانو تحريک (ټي. ټي. پي)، د ختيځ ترکستان جنبش او د چيچين د ترهګرو په څېر نړيوال ترهګريز سازمانونه له څو کلونو راهيسې په سيمه کې شته، روزل کېږي او په ورانوونکو فعاليتونو لاس پورې کوي.

حامدکرزي زياته کړه: ((افغانستان نه يواځې د خپل ځان د امنيت د ټينګښت په لاره کې بې شمېره قربانۍ ورکړې او ورکوي يې، بلکې زموږ امنيتي ځواکونه هره ورځ له هغو ترهګرو سره، چې په دې هڅه کې دي زموږ له خاورې د منځنۍ اسيا يو شمېر هېوادونو او حتی روسيې او چين ته تېر شي، مخامخ دي.))

نوموړي څرګنده کړه، چې افغانستان په خپل ټول توان سره هڅه کوي، چې ګاونډيو هېوادونو ته د دغو ترهګرو ډلو له ورتګ څخه مخه ونيسي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر ټينګار وکړ، چې افغانستان له خپلو ګاونډيو څخه د دې په تمه دي، چې افغانستان ته د ترهګرو د ورتګ مخه ونيسي او په ټولو امکاناتو سره په خپله خاوره کې د هغوی د روزنې او سمبالتيا مخنيوی وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ (ايکو) سازمان د لومړي ځل لپاره د ايران، پاکستان او د ترکيې هېوادونو په هڅو په ١٩٨٥ زېږديز کال کې د دغو درېيو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي چارو د همغږې او ښه کولو په موخه جوړ شو.

افغانستان او د منځنۍ اسيا شپږو هېوادونو په ١٩٩٢ زېږديز کال کې د ايکو غړيتوب ترلاسه کړ.

دغه مهال لس هېوادونه د دغه سازمان غړيتوب لري، چې هدف يې د ايکو د غړو هېوادونو اقتصادي پياوړتيا، د سوداګرۍ په برخه کې د خنډونو لرې کول او د دغو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړي کول دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.