ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيفا، مدني ټولنې او سياسي ګوندونه له حکومته د رڼو ټاکنو غوښتونکي شول

فيفا، مدني ټولنې او سياسي ګوندونه له حکومته د رڼو ټاکنو غوښتونکي شول

author avatar
17 Oct 2012 - 18:34
فيفا، مدني ټولنې او سياسي ګوندونه له حکومته د رڼو ټاکنو غوښتونکي شول
author avatar
17 Oct 2012 - 18:34

کابل (پژواک ٢٦ تله ٩١): د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ له يو شمېر سياسي ګوندونو او د مدني ټولنې له استازو سره په ګډه د رڼو ټاکنو لپاره حکومت ته وړانديزونه وکړل.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) د مدني ټولنې او شاوخوا ٥٠ سياسي ګوندونو مشرانو نن په کابل کې په يوه ناسته کې يادې غوښتنې مطرح کړې او له حکومته يې د رڼو ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

د فيفا عمومي مشر احمد نادر نادري وويل، چې فيفا د مدني ټولنې او سياسي ګوندونو له استازو سره په ګډه د ټاکنو د سمون لپاره د ټاکنو په برخه کې نړيوالو قواعدو ته په پام وړانديزونه کړي دي.

د هغه په وينا، د دې لپاره چې په افغانستان کې د سياسي قدرت لېږد د اساسي قانون له مخې او پرته له هر ډول ستونزې ترسره شي، نو په کار ده چې له تېرو تجربو په ګټې اخيستو ټاکنيز نظام اصلاح شي.

په يادو وړانديزونو کې، چې په ١٥ څپرکو او ٥٢ مادو کې ليکل شوي، له حکومته غوښتل شوي چې د ټاکنو کره نېټه اعلان کړي.

فيفا او يادو ګوندونو غوښتنه کړې، چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه دې داسې تنظيم شي چې بيا د تېرو ټاکنو په څېر په کې ستونزې رامنځته نه شي.

 سرچينې کم عمره کسانو ته د کارتونو وېشل، يوه کس ته د څو کارتونو ورکول، نارينه وو ته د هغوى د ښځو په نوم د کارتونو ورکول او غايبو کسانو ته د کارت ورکول يادې ستونزې په ګوته کړې دي.

دغه راز له دولته غوښتل شوي، چې د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره الکترونيکي تذکرې ووېشي، ترڅو په ټاکنو کې وکارول شي.

سرچينې د رايه ورکونې اوسنى سيسټم “واحده او نه لېږدېدوونکې رايه” د ګوندونو، مقننه قوې او د ټاکنو د پروسې د روڼوالي پر زيان بللى او د داسې سيسټم د رامنځته کېدو غوښتنه يې کړې چې د ګوندونو د پرمختګ تر څنګ، افرادو ته په انفرادي ډول د سياسي سيالۍ لاره هواره کړي.

د فيفا، سياسي ګوندونو او د مدني ټولنې د غړو بله غوښتنه دا ده، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ټاکنو له کمېسيون څخه بېل د خپلواک ارګان په توګه پر ځاى پاتې شي او د ټاکنو د کمېسيون د تشکيل او صلاحيت قانون بايد د سياسي ګوندونو او مدني ټولنې سپارښتنو ته په پام سره اصلاح شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې د روانې مياشتې په درېيمه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو د کمېسيون د جوړښت، دندو او واکونو د قانون مسوده تصويب کړه.

که د ولسي جرګې دغه مصوبه د مشرانو جرګې له خوا تاييد او د ولسمشر له خوا توشېح شي، نو له مخې به يې د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون خپلواک شي.

فيفا او ورسره ګوندونو له دولته غوښتي، چې د ټاکنو د پروسې پر مهال د سياسي ګوندونو مالي ملاتړ هم وکړي.

دوى ويلي، چې د ټاکنو په قانون کې بايد د ټاکنيزو منډو ترړو لپاره د لګښت محدوده وټاکل شي.

فيفا او يادو ګوندونو، د دولتي او غير دولتي رسنيو د څارنې په موخه د داسې ميکانيزم د جوړېدو غوښتنه کړې، چې له مخې يې د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال خپل بې پرې والى وساتي او د تخلف په صورت کې ورسره قانوني چلند وشي.

 د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح چې په نننۍ غونډه کې يې ګډون درلود، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد وړانديزونه د سياسي ګوندونو او مدني ټولنې د غړو، له خوا چمتو شوى چې د ټول هېواد د خلکو استازيتوب کوي.

ده وويل، چې د دغو استازو نظرونو ته درناوى، ولسواکۍ ته درناوى دى، او هيله من دى چې داسې حالت ته خبره ونه رسېږي چې لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راشي.

ده زياته کړه: “که کومې کړۍ، د جعلکارۍ او له قانون څخه په سرغړاوي د خپل قدرت د مودې د غځولو په فکر کې وي، نو هيله لرم چې دغه سازمان شوى او مدني فشار د دې لامل شي چې د افغانستان حکومت د نن ورځې په سند کې ليکل شوي غوښتنې، د خپل کورني کار په توګه په سم ډول ترسره کړي.”

د حکومت د مخالفې ملي جبهې مشر او د ولسمشر کرزي پخوانى مرستيال احمد ضيا مسعود هم د نننۍ غونډې له ګډونوالو څخه و.

هغه وويل، چې په افغانستان کې د روانو ستونزو د حل يواځېنې لاره د رڼو ټاکنو ترسره کول دي.

ده وويل، چې که حکومت په ټاکنو کې درغلي وکړي، نو د مدني ټولنې او سياسي ګوندونو له غبرګون سره به مخ شي.

ده هيله څرګنده کړه، چې ټاکنې دې په سمه توګه او پر خپل وخت ترسره شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.