ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د پاکستاني محصولاتو نندارتون پرانيستل کېږي

په کابل کې د پاکستاني محصولاتو نندارتون پرانيستل کېږي

author avatar
17 Oct 2012 - 17:16
په کابل کې د پاکستاني محصولاتو نندارتون پرانيستل کېږي
author avatar
17 Oct 2012 - 17:16

کابل ښار (پژواک ٢٦ تله ٩١): د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکټور يو شمېر مسوولينو وويل، چې سبا ورځ به په کابل کې د پاکستاني محصولاتو نندارتون پرانيستل شي.

دغه څرګندونې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مديره پلاوي مرستيال خان جان الکوزي او د پاکستان د راولپنډۍ د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال چوهدري عبدالرووف نن (د تلې ٢٦ مه) په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وکړې.

د راولپنډۍ د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر وويل، چې دغه نندارتون به سبا ورځ د کابل په انټرکانټنينټال هوټل کې د څلورو ورځو لپاره جوړ شي.

د هغه په وينا، دغه نندارتون په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، په کابل کې د پاکستان سفارت، د پاکستان هوايي شرکت (پي. اى. اې) او د دوو نورو پاکستاني شرکتونو په همکارۍ جوړيږي.

نوموړي زياته کړه، چې په ياد نندارتون کې به ٦٠ فرفې د پاکستان محصولاتو لپاره کېښودل شي، چې په دې سره به افغانان او افغان سوداګر وکړاى شي، له پاکستاني محصولاتو سره ښه بلدتيا پيدا کړي.

چوهدري عبدالرووف وويل: ((موږ به په راتلونکي کې د افغانستان د محصولاتو لپاره هم په پاکستان کې د دغه ډول نندارتونونو زمينه برابره کړو او په دې سره به د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ اړيکې پخې شي.))

د ده په خبره، د سبا ورځې په نندارتون کې به نساجي، رنګ، سيمنټ، روغتيايي وسايل او درمل، څرمنې (چرم)، برېښنايي وسايل او خوراکي توکي او داسې نور نندارې ته وړاندې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي مرستيال خان جان الکوزي په دې خبري ناسته کې وويل، چې دغه نندارتون د پاکستان هېواد له خوا لومړنۍ هغه دى، چې په افغانستان کې جوړيږي.

د هغه په وينا، دا خورا مهم نندارتون دى، چې د دواړو غاړو د سوداګرو ترمنځ به په کې ريښتنې اړيکې جوړې شي او د بې کيفيته محصولاتو له واردولو به مخنيوى وشي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه مهال په افغانستان کې خلک د پاکستان محصولاتو ته په ښه سترګه نه ګوري او بې کيفيته يې بولي، خو د پاکستان اصلي محصولات بې کيفيته نه دي او افغانستان ته چې کوم راوړل کېږي، په قاچاقي توګه راوړل کېږي.

الکوزي وويل: ((له دې سره به د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور نور هم سره نږدې شي او د دواړو هېوادونو په سياسي جرياناتو هم مثبت اغېز لرلاى شي.))

د يادونې ده، د اړوند چارواکو په وينا، دغه مهال په کال کې له پاکستان څخه تر دوه نيم ميليارده ډالرو پاکستاني محصولات افغانستان ته وارديږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.