Language

په کونړ کې د نجونو د لېسې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

اسعد اباد ( پژواک ٢٧ تله ٩١ ) : په کونړ کې دنجونو دلېسې ودانۍ ترجوړېدو وروسته د تلې په ٢٧مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي ددې ودانۍ دپرانېستلو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ودانۍ د هندوستان لخوا د اته ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې او د زده کوونکو لپاره په کې ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.

هغه زياته کړه ،چې ياده لېسه د خاص کونړ ولسوالۍ په سپين جماعت سيمه کې موقعيت لري او ددې ودانۍ له جوړېدا سره د شاوخوا نهه سوه زده کوونکو د زده کړې د ځاى د نشتوالي ستونزه هواره شوه.

وحيدي وايي ،چې له دې مخکې  ددې لېسې زده کوونکو خپلې درسي چارې په يوه شخصي کور کې پرمخ بيولې .

د نوموړي په وينا، په کونړ کې دا مهال څلورسوه اويا ښوونځي فعال دي ، چې له نيمايي زياتې يې ودانۍ نه لري.

د ښوونې اورزونې رييس سيدجمال الدين حسني وايي، چې په کونړ کې دامهال څلورسوه اويابابه ښوونځي فعال دي، چې په کې١٧٨زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې شپږ شپيته زره يې نجونې دي.

د ښوونې او روزنې رييس وايي، دغه ښوونځى چې د هندوستان په مالي مرسته جوړ شوى څوارلس خونې لري، چې لس يې درسي او پاتې څلور يې اداري خونې دي .

 

Related Topics