Language

مزار شريف (پژواک ٢٨ تله ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله ١٦ تنه وژل شوي او ١٦ ټپيان دي.

د بلخ ولايت امنيه قوماندانۍ وياند شېر جان دوراني د تلې په ٢٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د دولت اباد ولسوالۍ په صدراباد سيمه کې پر يو ټونس ډوله موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، په دغه موټر کې د څو کورنيو غړي د يو واده مراسمو ته روان وو، چې ډېرۍ په کې ماشومان او ښځې وې.

نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې ١٤ تنه وژل شوي او ١٦ ټپيان دي او ټپيان د مزار شريف ملکي روغتون ته راوړل شوي، چې د ډېرو يې روغتيايي حالت نازک دى.

د امنيه قوماندانۍ وياند د دغه پېښې پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله، چې ډېرۍ وخت پر عامو لارو امنيتي ځواکونو ته ماينونه خښوي او قربانيان يې ډېر مهال ملکي وګړي وي.

د مزار شريف د ملکي روغتون د جراحۍ برخې يوه کارکوونکي ډاکټر محمد داوود روستايي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د پېښې له ځايه ١٦ ټپيان ور وړل شوي دي.

د ده په خبره، په ټپيانو کې ډېرۍ ماشومان دي، چې د زياترو يې روغتيايي حالت خراب دى او ښايي د وژل شويو شمېره ډېره شي.

خو د مشرانو جرګې يوه غړي عبدالمجيد پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه پېښه کې د ده يو شمېر خپلوان هم وژل شوي او د وژل شويو شمېره ١٦ او د ټپيانو ١١ ده.

وسلوالو طالبانو د دغې پېښې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې تېره شپه د شبرغان – مزار شريف پر لاره د جوزجان ولايت ٤٩ ورزشکارانو ته د ترافيکي پېښې له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.