Language

حامد کرزي د تيمورشاه دراني مقبره پرانيسته

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩١): ولسمشر حامد کرزي په کابل ښار کې د تيمور شاه دراني مقبره له بيارغونې وروسته پرانيسته.

د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تيمورشاه دراني مقبره د جګړې په کلونو کې ډېره زيانمنه شوې وه او په وروستيو کلونو کې نشه يان په کې راټولېدل.

سرچينه کاږي، چې د دغه زيارت د بيارغونې کار په ٢٠٠٢ زېږديز کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هڅه او د آغا خان د پراختيايي شبکې په همکارۍ پيل شوى و.

حامد کرزي د دې پروژې د پرانيستلو په مراسمو کې وويل، چې تيمورشاه د افغانستان د نننۍ پلازمېنې په توګه د کابل بنسټ اېښودونکى دى او تر هغو چې ژوندى وو، خپله امپراتوري يې وساتله او د هېواد يو ستر تاريخي شخصيت دى.

ولسمشر وويل: “خوښ يم، چې د تيمورشاه د مقبرې د بيارغونې له لارې له هغه يادونه کوو.”

کرزي د تيمور شاه د مقبرې، په کابل کې د بابر بڼ، په هرات کې د اختيارالدين کلا د بيارغونې او نورو روغتيايي، ښوونيز او فرهنګي پروژو له امله د کريم اغا خان له خدمتونو مننه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزير ډاکټر سيد مخدوم رهين د پرانيستې په غوڼده کې په خپلو خبرو کې د تيمورشاه مقبره د افغانستان د پلازمېنې يوه نامتو ودانۍ وبلله او ويې ويل، چې د دې ودانۍ په بيارغونه کې هڅه شوې څو د تيمور شاه د وخت د معمارۍ اصالت او د کابل د معمارۍ ځانګړنې او د احمد شاه بابا مقبره وساتل شي.

کريم اغا خان، د دې ترڅنګ چې له افغان حکومت نه يې د تيمورشاه دراني د مقبرې د بيارغونې زمينې د برابرولو لپاره مننه وکړه، وويل، خوښ دى، چې د اغا خان پراختيايي شبکه د افغانستان په بيارغونه ، په ځانګړې توګه د فرهنګي ودانۍ د بيارغونې په برخه کې خپله ونډه ادا کوي.

هغه له نورو هېوادونو لکه امريکا، برېتانيا، المان او ناروې څخه هم مننه وکړه، چې د تيمورشاه مقبرې په جوړولو کې يې د اغا خان له پراختيايي شبکې سره مرسته کړې ده.

Related Topics