Language

د اختر لپاره د کابل-جلال اباد د لويې لارې امنيت ټينګيږي

جلال اباد (پژواک ٢٩ تله ٩١): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د لوى اختر لپاره د امنيت د ټينګښت په موخه يې د کابل- جلال اباد پر لويه لاره چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

 

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د کابل-جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې له تنګي غارو څخه نيولې تر درونټې تونل پورې سيمې تر پوښښ لاندې راولي.

 

نوموړى زياتوي، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې د دولت وسلوال مخالفين هڅه کوي د اختر په ورځو شپو کې د دې لارې امنيت ګډوډ کړي.

 

د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د کاکڅ سيمې يو اوسېدونکى شېرعلي د ملي اردو دغو عملياتو ته خوښي ښيي.

 

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې وخت ناوخت ځيني وسلوال غلچکي بريدونه کوي، چې د سيمې امنيت يې خراب کړى دى.

 

هغه زياته کړه: ((دلته خو داسې وسلوال نشته خو کله نا کله ځيني يې راوځي.))

 

نوموړى وايي، چې څه موده وړاندې هم په ياده لاره نامعلومو وسلوالو يو تن وژلى و.

 
د يادې لارې يو مسافر انعام الله هم ورته خبره کوي او وايي، چې اکثره وخت وسلوال مخالفين له دغه شان مذهبي ورځو نه په ګټې اخيستنې سره ورانکاره کړنې ترسره کوي.

 

د سېلاب قول اردو وياند زياتوي، چې د يادې قول اردو د درېيمې پلې لوا ځواکونو د کاپيسا په يو شمېر سيمو کې هم چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

 

د ډګروال هاتفي په وينا، تر دې وړاندې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څلورمې پلې لوا عمليات ترسره کړل چې په ترڅ کې يې ۸۰ د سړک غاړي ماينونه کشف او شنډ کړي دي.