مزارشريف (پژواک ٢٩ تله ٩١): په ترافيكي پېښه كې د جوزجان ولايت له ۳۶ ټپي شوو لوبغاړو څخه څلور يې، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ و، د درملنې په موخه ازبكستان هېواد ته واستول شول.
تېره ورځ د دوو جلا پېښو له امله په جوزجان او بلخ ولايتونو كې ۷۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د شبرغان او مزار پر لويه لاره، د تېرې ورځې د ترافيكي پېښې څلور ټپيان، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ و، د جوزجان ولايت د سيمه ييزو چارواكو له خوا ازبكستان هېواد ته د درملنې لپاره استول شوي دي.
په دې ترافيکي پېښه کې د جوزجان ولايت ۳۶ لوبغاړي ټپيان شول او د دوو چلوونکو په ګډون ١١ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د جوزجان والي محمدعالم ساعي د تلې په ٢٩مه پژواك اژانس ته وويل، چې د پېښې په ټپيانو كې يوازې د څلورو لوبغاړو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و.
نوموړي زياته كړه، چې ټپي شوي څلور لوبغاړي د سمې درملنې په موخه د ازبكستان هېواد قرمز ښار ته استول شوي دي.
د هغه په وينا، چې د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه كېدو دى.
د يادونې ده، چې دغه لوبغاړي د فوټبال د سياليو د پاى لوبې د نندارې په موخه له جوزجان ولايته کابل ته پر لاره وو، چې په ترافيکي پېښه کې ورته مرګ ژوبله واوښته.
دغه راز د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ كې د سړك غاړې د ماين چاودنې له امله ۳۰ تنو ته، چې ډېرى يې په كې ښځې او ماشومان وو، مرګ ژوبله واوښته.
د بلخ د ملكي روغتون د جراحۍ څانګې يوه ډاكټر محمد داوود روستايي پژواك اژانس ته وويل، چې په دې پېښه كې ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
خو په مشرانو جرګه كې د بلخ استازي سناتور عبدالمجيد، چې په ټپيانو كې يې ځينې خپلوان هم شامل وو، پژواك ته وويل، چې په دې پېښه كې ۱۹ تنو خپل ژوند له لاسه وركړى او ۱۴ ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې درې تنو د پېښې په ځاى كې ساه وركړې وه.
كه څه هم امنيتي چارواكي د يادې پېښې پړه د دولت پر مخالفو وسلوالو اچوي خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواك ته وويل، چې په دې پېښه خپل لاس لرل ردوي.
نوموړي زياته كړه، چې په دې سيمه كې دوى هېڅ ډول فعاليت نه لري او شوې پېښه په كلكه غندي.