Language

په ترافيکي پېښه کې د اردو څلور سرتېري مړه شول

محمودراقي (پژواک ٢٩ تله ٩١): د کاپيسا په مرکز کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د ملي اردو څلور سرتېري مړه او يو بل ټپي شوى دى.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري نن  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د سولانک په سيمه کې د موټر اوښتو له امله رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، پنځه ياد سرتېري د ٢٠١ سېلاب قول اردو اړوند دي، چې له تګاب څخه د ولايت مرکز ته د لوژستيکي توکو د لېږد پر مهال يې موټر له سړک څخه په وتو چپه شو. 

قادري وويل، په دې ټرافيکي پېښه کې ټپي شوى سرتېرى د کابل ښار څلور سوه بستريز روغتون ته وړل شوى او روغتيايي حالت يې ښه ښودل شوى دى. 

Related Topics