کابل(پژواک٣٠تله٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان او فرانسې د دوستۍ تړون د پلې کولو تخنيکې پلاوي به هر کال ګډې ناستې کوي.
د کابل او پاريس ترمنځ د دوستۍ تړون تېر هجري لمريز کال د سلواغې په مياشت کې لاسليک او تېره ورځ د اجرا وړ وبلل شو.
ددې تړون له مخې، فرانسه له افغانستان سره د امنيت، کرنې او روغتيا په برخو کې مرستې کوي.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فابيوز تېره ورځ په کابل کې له خپل افغان سيال زلمي رسول سره په ګډه خبري ناسته کې وويل ، چې دغه تړون به د ٢٠ کلونو لپاره د پلې کېدو وړ وي.
خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول تېره ورځ وويل ، چې ددې تړون له مخې، فرانسه تر ٢٠١٤ کال وروسته ،چې بهرني سرتېري له افغانستان څخه وځي، د پنځو کلونو لپاره له افغانستان سره خپلې مرستې روانې ساتي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ياد شوي تړون د پلې کولو تخنيکې پلاوي به هر کال سره کيني او د تړون د پلي کېدو پر سر په خبرې کوي.
دغه راز دده په وينا، د دواړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون به په کابل او پاريس کې په لوړه کچه ناستې جوړې شي ، ترڅو ددې تړون پلې کول هم وارزوي او راتلونکي لومړيتوبونه يې وټاکي.
خو ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل .
افغانستان په تېرو څو کلونو کې د امريکا،انګلستان، المان او هند په ګډون له يو شمېر مهمو هېوادونو سره د اوږد مهالو ستراتېژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند موسى زي، کويټ ته د ولسمشر حامد کرزي او زلمي رسول د سفر پر لاسته راوړنو خبري وکړې او ويې ويل چې د همدې سفر پر مهال افغانستان د آسيا د هکارۍ د ډيالوګ په مجمع کې(Asian Cooperation Dialog) غړيتوب ترلاسه کړ.
دى وايي، چې ياده مجمع د آسيايي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په موخه په ٢٠٠٢ کال کې رامنځته شوه.
ده وويل ، چې د همدې سفر پرمهال کويټي چارواکيو موافقه وکړه، چې په افغانستان کې د مستقيمو ديپلوماتيکو فعاليتونو د پيل په موخه به، په نږدۍ راتلونکي کې په کابل کې خپل سفارت پرانيزي.
د کويټ د مرستو او پراختيايي همکاريو سازمان (کويټ فنډ) هم اعلان وکړ، چې پلاوى به يې افغانستان ته راشي او د افغانستان د ماليې له وزارت سره به په افغانستان کې د کويټ د راتلونکيو مرستو په اړه خبرې وکړي.
ده وويل ، چې اوسمهال شاواخوا ١٨٠٠٠ افغانان په کويټ کې په بېلابېلو برخو کې په دندو بوخت دي.
موسي زي په نننۍ خبري ناسته کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر به په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي.
ټاکل شوې وه ، چې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني څو مياشتې مخکې پاکستان ته سفر وکړي .
موسي زي ددې سفر د ځنډېدو په اړه څه ونه ويل.
ټاکل شوې وه، چې صلاح الدين رباني له وسلوالو طالبانو سره د خبرو په موخه د ګډ کمېسيون د بيا فعالولو په اړه له پاکستاني چارواکيو سره خبرې وکړي.