ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان دډیورنډ کرښې په اړه د ګروسمان څرګندونې رد کړې

افغانستان دډیورنډ کرښې په اړه د ګروسمان څرګندونې رد کړې

author avatar
22 Oct 2012 - 20:56
افغانستان دډیورنډ کرښې په اړه د ګروسمان څرګندونې رد کړې
author avatar
22 Oct 2012 - 20:56

کابل ( پژواک د لړم لومړۍ ۹۱ ) : د بهرنیو چارو وزار ت د ډیورنډ کرښې په اړه  دامریکا د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې رد کړې.

افغانستان  او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړظ استازی مارک ګروسمان چې پرون له اسلام اباد څخه کابل ته رسیدلی دی، له یک خصوصي  تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې هیواد یې دډیورنډ لاین کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په اړه پيژني.

ددغې مرکې له خپریدو سره سم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه مختصره خبرپاڼه کې د ګروسمان څرګندونې رد شوي دي.

ددې خبرپاڼې چې یوه کاپي یې پژواک اژانس ته هم لیږل شوې پکې راغلي دي چې د ډیورنډ کرښه افغانانو ته تاریخي ارزښت لري.

سرچینې زیاته کړې چې دافغانستان دولت د یادې کرښې د مشروعیت په اړه د هر چا هر ډول څرګندونې ردوي .

خو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دنږدې دوه زره کیلو متره اوږده پوله په رسمي توګه په ۱۸۹۳ دافغانستان د و خت دبادشاه امیر عبدالرحمن خان او د انګریزانو داستازي سر مورټایمر ډیورنډ ترمنځ لاسلیک شوی و.

خو دافغانستان حکومت کله هم دا پوله په رسمیت ځکه نه دی منلی، چې انګریزانو دیوه قوم په سینه کې دا کرښه په غیر قانوني توګه راښکلې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.