Language

جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩١): د ننګرهار ولايت د تورخم د سرحدي ښارګوټي په کوچيانو کلي کې د ناپېژانده وسلوالو په بريد کې پنځه تنه وژل شوي دي.

د ختيځ زون د سرحدي پوليسو وياند ادريس مومند د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پېښه کې، چې د تورخم په کوچيانو کلي کې رامنځته شوې، پنځه تنه وژل شوي او يوه ښځه ټپي ده، چې روغتون ته لېږدول شوې ده.

نوموړى زياتوي، چې پېښه د امنيتي ځواکونو له پوستو په لرې يوه سيمه کې رامنځته شوې ده.

مومند وويل: ((قضيه اوس د مومندرې په ولسوالۍ کې ثبت ده او لومړنيو معلوماتو ښودلې چې دا پېښه د شخصي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.))

د مومندرې ولسوال عبدالستار هم پژواک ته پېښه تاييد کړه او زياته يې کړه چې قاتلين د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي، خو په اړه يې پلټنې دوام لري.

د غلام رسول په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چې د شپې درې بجې يې په کلي کې ډزې وشوې، خو ترڅو چې دوى ساحې ته ورغلل، بريدکوونکي تښتېدلي وو.

نوموړى زياتوي، چې وژل شوي کسان په اصل کې د کونړ اوسېدونکي دي خو د ځينو شخصي دښمنيو له امله د تورخم په کوچيانو کلي کې اوسېدل.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics