Language

په ننګرهار کې قانوني جواز نه لرونکې رسنۍ تړل کېږي

جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩١): د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست د رسنيو او اطلاعاتو اړوندو ادارو ته ګواښ وکړ، چې  تر پورې به يې ادارې  وتړي ، تر څو چې قانوني جواز تر لاسه نه کړي.

 دغه څرګندونې د ياد رياست د رسنيزو اطلاعاتو امر شير شاه همدرد د لړم په لومړۍ نېټه، په هغې غونډه کې وکړې، چې پکې د يوشمير سيمه ييزو رسنيو، مطبعو، چاپخونو مسوولينو او يو شمير سينما ګرانو  برخه اخيستې وه.

 همدرد زياته کړه ، چې د ولسمشر حامد کرزي د وروستي فرمان له مخې، دوى اړ دي چې د ټولو رسنيو جوازونه وڅاري، ملي ترمينالوژۍ ته په پام سره ټولې لوحې اصلاح کړي او د رسنيو له لارې د پردي کولتور مخه ونيسي.

 هغه وايي چې په ننګرهار کې يو شمير سيمه ييزې راډيوګانې، مطبعې او داسې نور رسنيز مرکزونه شته ،چې له دولت سره رسميت نه لري، چې له وجوده يې يو شمير ستونزې را ولاړې شوې دي.

 نوموړي زياته کړه :(( موږ يو ګډ کمېسيون جوړ کړى، هغه رسنۍ چې جواز و نه لري هغه به تر موقت وخته پورې تړو او هغه لوحې چې د ملي ترمينالوژۍ خلاف دي هغه به هم اصلاح کوو او ورته نور کارونه هم په پلان کې لرو.))

 د همدرد په وينا، له دوى سره په ګډ کمېسيون کې امنيتي ځواکونه او د يو شمېر نورو ادارو استازي شامل دي.

په جلال اباد کې د اباسين مطبعې مسوول اباسين وايي ،چې دوى ځکه جواز نه شي اخيستى چې کوم شرايط د دولت له لوري د جواز اخيستو لپاره وړاندې شوي هغه دوى نه شي پوره کولى .

هغه پژواک ته وويل  : (( دولت وايي چې تاسو بايد ٢٣-٢٦ انچه د چاپ ماشين ولرئ، مګر موږ دلته لومړۍ ستونزه د برېښنا لرو ، دويمه ستونزه مو د ځاى ده.))

 اباسين زياتوي ،چې که دولت ورته د برېښنا او ځاى ستونزه هواره کړي، نو کولى شي چې د چاپ نور لوى لوى ماشينونه نصب کړي.

 د هېواد ساپي مطبعې مسوول حاجي نورحمان ساپى وايي، چې د دوى په کارونو هغو مطبعو ډېره اغيزه کړې کومې چې جواز نه لري.

 هغه زياته کړه: (( کوم کار چې موږ په زر افغانۍ کوو دا بې جوازه مطبعې يې په پنځه سوه کوي نو خود په خوده موږ ته تاواني شو.))

 د ننګرهار پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي رييس استاد ببرک مياخېل مني ،چې په ننګرهار کې يو شمېر رسنۍ شته چې د مطبوعاتو قانون ته ژمنې نه دي.

  هغه پژواک ته وويل ،چې دولت بايد په دغه برخه کې جدي اقدامات وکړي.

 نوموړي زياته کړه: (( مخکې هم دوى داسې کمېسيونونه جوړ کړي وو، خو کومه خاصه نتيجه يې نه وه ورکړې دا ځل بايد له پوره جديت نه کار واخلي.))

 استاد مياخيل په ښار کې د لوحو ژبې ته هم اشاره کوي او وايي چې ځينې لوحې شته ، چې د ملي ترمينالوژۍ خلاف دي.

 ياده دې وي ، چې وړاندې تر دې هم د ننګرهار د اطلاعات او کولتور رياست له لوري ورته کمېسيونونه جوړ شوي وو، چې په پايله کې يې د ځينو پلورنځيو لوحې بدلې کړې وې.