Language

واشنګټن (پژواک ٢ لړم ٩١): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د اسامه پر ضد له يو اړخيزو عملياتو دفاع وکړه او په ډاګه يې کړه، چې که پاکستان يې په جريان کې کړى واى، نو هېڅکله به د القاعدې مشر نه و وژل شوى.

نوموړي دغه څرګندونې په فلوريډا ايالت کې خپل انتخاباتي سيال مېټ رومني سره د درېيمې ټلويزيوني مناظرې پر مهال کړې دي، چې د افغانستان پر وخت نن (د لړم ٢مه) سهار وخته پاى ته ورسېده.

ټاکل شوې، چې دوه اوونۍ وروسته د امريکا د ولسمشرۍ ټولټاکنې ترسره شي، د ډيموکراتانو کانديد بارک اوباما او د جمهوري غوښتونکو کانديد مېټ رومني په دې ټاکنو کې يو له بل سره مقابله کوي.

د دواړو کانديدانو ترمنځ د درېيمې مناظرې موضوع د امريکا بهرنى سياست و، چې د کارپوهانو په وينا، د اوباما تله پر رومني درنه وه.

د دې مناظرې پر مهال دواړو کانديدانو د يوه بل پر بهرنۍ تګلارې کلکې نيوکې وکړې، اوباما د امريکا د بهرني سياست په اړه د مېټ رومني تګلاره ناسمه وبلله.

خو رومني پر اوباما نيوکه وکړه، چې د ناسمې بهرنۍ تګلارې له امله په منځني ختيـځ کې تاوتريخوالى زيات شوى دى.

هغه دا نيوکه وکړه، چې اوباما په خپلې بهرنۍ تګلاره کې شاتګ خپل کړى دى.

د دې مناظرې پر مهال ولسمشر بارک اوباما د القاعدې د مشر اسامه بن لادن وژل کېدل د خپلو لاسته راوړنو په توګه ياده کړه او د هغه د وژلو په اړه په پاکستان کې له ترسره شوو يو اړخيزو عملياتو يې ننګه وکړه.

اسامه بن لادن د ١٣٩٠ لمريز کال د غويي په ١٢مه د ځانګړو امريکايي ځواکونو له خوا د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې ووژل شو.

اوباما زياته کړه: ((که چېرې د اسامه د عملياتو په اړه مو پاکستان په جريان کې کړى واى يا مو له هغوى اجازه اخيستى واى، نو هېڅکله به هغه نه و وژل شوى.))

د هغه سيال مېټ رومني د اوباما له دريځ څخه ملاتړ وکړ او دا يې هم وويل، چې د اسامه تر وژل کېدو وروسته د امريکا او پاکستان د اړيکو د خرابېدو مسووليت د اوباما د حکومت پر غاړه نه دى.

رومني دا هم وويل، چې امريکا له داسې يوه هېواد (پاکستان) سره اړيکې خرابول نه غواړي چې ١٠٠ اټومي بمونه لري.

د دې مناظرې پر مهال دواړو کانديدانو په پاکستان کې د امريکا له بې پيلوټه هوايي بريدونو څخه ننګه وکړه.

خو رومني وويل، چې د پاکستان له حکومت او خلکو سره بايد له نږدې کار وشي څو دغه هېواد د يوه ناکام هېواد په توګه ونه بلل شي او که دغه کار وشي، نو دا به امريکا او افغانستان دواړو لپاره ښه نه وي.

Related Topics