Language

فيفا د ولسي جرګې بنسټيزه ستونزه د غړو غيرحاضري وبلله

کابل (پژواک ٢ لړم ٩١): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، چې له تېرو شپږو مياشتو يې د ولسي جرګې له کړنو کتنه کوله، وايي، په دغو مياشتو کې عمده ستونزه د جرګې د غړو غير حاضري وه.

د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فيفا) چارواکو نن په کابل کې يوې غوڼدې ته چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو او د مدني ټولنې استازو هم برخه په کې لرله، خپلې کتنې په يوه راپور کې وړاندې کړې.

د دغه بنسټ اجرائيوي مشر جانداد سپين غر وويل، چې د دوى د کتنو له مخې د تېر کال په وروستيو کې د جرګې غړو په فعاله توګه په مجلسونو کې برخه اخيسته، خو دغه شمېر بيا د روان کال په زمري مياشت کې تر ټولو ټيټې کچې ته ورسېد.

سپين غر وايي، چې په زمري مياشت کې ان د جرګې نصاب هم نه پوره کېده چې د قانون جوړونې پروسه يې ټکنۍ کوله.

خو سپين غر وايي، چې له دې ستونزې سره سره، ولسي جرګې په تېرو شپږو مياشتو کې ١١ قانونونه تعديل او همداراز د ستراتيژيکو اړيکو ځيني هوکړه ليکونه تصويب کړي دي.

د ده په وينا، همداراز ولسي جرګې د حکومت پر فعاليتونو هم تر ډېره بريده ښه څارنه کړې او په تېرو شپږو مياشتو کې يې ٩ وزيران د استجواب لپاره ورغوښتي او دوه وزيران يې استيضاح او سلب صلاحيت کړي دي.

ولسي جرګې څه موده مخکې د ملي دفاع وزير عبدالرحيم وردګ او د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي سلب صلاحيت کړل، خو بسم الله محمدي بېرته د ملي دفاع د وزير په توګه ورته معرفي شو او رايه يې ورکړه.

د دې جرګې د غړو غير حاضري لا هم د يوې ستونزې په توګه پر خپل ځاى پاتې ده.

ولسي جرګه په اوونۍ کې درې عمومي غونډې لري، خو په روانه اوونۍ کې يې د نصاب د کموالي له امله عمومي غونډې نه ده جوړه کړې او ټاکل شوې چې د اختر د رخصتيو تر پايه ناستې ونه لري.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، د ملي شورا ډېر غړي د حج د فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

سپين غر وايي، د ولسي جرګې هغه غړي چې په رسمي او يا شخصي سفرونو نورو هېوادونو ته ځي، بايد د هغوى نوملړ رسنيو ته ورکړل شي او خپور شي.

دى وايي، دغه کار ځکه بايد وشي چې د جرګې غيرحاضر غړي د جرګې په مجلسونو کې فعاله ونډه واخلي.

دى همداراز وايي، د دې لپاره چې خلک د خپلو استازو له کړنو او باورونو خبر شي، په کار ده چې خلک د طرحو او قوانينو په اړه د خپل وکيل له رايې خبر شي.

ده زياته کړه: “زموږ پيشنهاد دا دى چې يو خو د دوى حضور فعال وي او لېست د مدني غړو او رسنيو په واک کې ورکړي، چې کوم وکيل، څه ډول رايه ورکوي، رد رايه ورکوي، د تاييد رايه ورکوي، ترڅو خلک وپوهېږي چې وکيلانو يې يوې طرحې ته مثبته که منفي رايه ورکړه، چې د حساب ورکونې مسئله يې څرګنده شي.”

د قوانينو طرحو ته د جرګې غړي علني رايه ورکوي، خو کانديد حکومتي چارواکو ته يې رايه پټه ده.

سپين غر وايي، چې د جرګې د فعاليتونو په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو په موخه دغه بنسټ شپږ مياشتې وړاندې دغه کتنه پيل کړې ده.

دغه راز ده وړانديز وکړ، چې د جرګې غړي له دوى څخه د خلکو له غوښتنو ځانونه خبر کړي او د مدني ټولنو له غړو سره ناستې ولري تر څو په دې توګه د خلکو او ولسي جرګې د غړو ترمنځ اړيکې پراخه شي.

ده زياته کړه، چې د دغه کار موخه د ولسي جرګې په کړنو کې د شفافيت رامنځته کول او هلته شته معلوماتو ته لاسرسى دى، ترڅو يې خلک له کړنو خبر شي او په اړه يې خپل قضاوت وکړي.

دى وايي، د جرګې د غړو له خوا رسنيو او د مدني ټولنې غړو ته معلومات ورکول، کولى شي د جرګې د غړو شته نيمګړتياوې رابرسېره کړي او د حل هڅې يې وشي.

په نننۍ ناسته کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شينکۍ کړوخېل وويل، چې د فيفا راپور او د ولسي جرګې له مجلسونو کتنه د دوى پر کارونو ښه اغېز کولاى شي.

د دې په باور دا ډول کتنې کولى شي د ولسي جرګې د غړو د نيمګړتياوو په لرې کولو او له خلکو سره د هغوى د اړيکو په ټينګولو کې مرسته وکړي.

 په دې جرګه کې د بغلان استازي محي الدين مهدي په نننۍ ناسته کې وويل، چې د ولسي جرګې له کړنو کتنه نوې خبره ده او د جرګې پر کړنو مثبت اغېز لرلى شي.

Related Topics