کابل (پژواک ٣ لړم ٩١): کابل ښاروالۍ په افغانستان کې د متحده ايالتونو د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مرسته د لومړي ځل لپاره ښاريانو ته د معلوماتو مرکز پرانيست.
د کابل ښاروالۍ له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرکز د کابل ښاروالۍ په انګړ کې جوړ شوى، چې ښاريانو ته د ښاروالۍ د خدمتونو، مقرراتو او اداري طرزالعملونو په اړه معلومات برابروي.
د دغه مرکز د پرانيستې په غونډه کې کابل ښاروال محمديونس نواندېش وويل، چې متحده ايالتونو د ظرفيت په لوړولو کې له کابل ښاروالۍ سره تل مرسته کړې ده.
په غونډه کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو. اېس. اى. اې. ډي) مشر کين ياما شيتا وويل: ((کابل ښاروالۍ د ښاريانو لپاره د معلوماتي مرکز په جوړولو سره هغه اړين، طرزالعملي او اداري ګام واخيست چې له امله به يې ياده اداره د کابل د ښاريانو لپاره په يوه شفافه، با مسووليته او اغېزمنه دولتي اداره بدله شي.))
په خبرپاڼه کې راغلي، تمه کېږي د معلوماتو مرکز به د فزيکي او الکترونيکي خدمتونو له لارې خلکو ته معلومات، او له ښاروالۍ سره د خلکو د معاملاتو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
سرچينه ليکي، په تېره لسيزه کې د کابل د اوسېدونکو شمېر له يو نيم ميليون څخه نږدې شپږ ميليونو ته زياته شوى دى، چې له امله يې کابل ښاروالي هم خلکو ته د خدمتونو د رسولو په برخه کې له ننګونو سره مخ شوې ده.
د دغو ننګونو د حل لپاره د (KCI) په نوم د کابل ښاروالۍ او د امريکې نړيوالې پرمختيايي ادارې د ٢٠١٠ کال د اکتوبر په مياشت کې د کابل د ښار د نوښت يوه پروژه په لار واچوله.
د دې پروژې هدف دا دی، چې کابل ښاروالۍ د دې پروژې له لارې خپله اداري وړتيا لوړه کړي، له خپلو سرچينو خپل عايدات زيات کړي، د خپلو څانګو او دفترونو له لارې موثر او با مسووليته خدمتونه وړاندې کړي، مهمې زيربناوې لا ښې کړي او بالاخره خپل اوږد محاله تداوم او مالي امکانات زيات کړي.