Language

د ماين چاودنې يوه مور له خپلې لور سره ووژله

غزني ښار (پژواک ۴ لړم ۹۱): د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې يوه مور له خپلې لور سره ووژل شوه او يو ماشوم زوى يې ټپي شو.

د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن غرمه مهال د غزني د مقر ولسوالۍ د برو په سيمه کې رامنځ ته شوه.

 د احمدي په وينا، وسلوالو طالبانو په ياده سيمه کې د سيمه ييز پوليسو د يوه قوماندان د کور مخې ته ماين ځاى پرځاى کړى وو او کله چې د دغه قوماندان مېرمن له دوو ماشومانو سره له کوره راوته، ماين چاودنه وکړه.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې ياده مېرمن له يوې کوچنۍ لور سره ووژل شوه او ۸ کلن زوى يې سخټ ټپي شوى دى.

سرچينه وايي، ټپي ماشوم د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوى دى.

د دې چاودنې مسووليت تراوسه پورې چا پر غاړه نه دى اخيستى.

نن سهار په غزني ښار کې هم، يوې چاودنې يو پوليس او يو د ملي امنيت کارکوونکى ټپيان کړل.

Related Topics