جلال اباد (پژواک، ٤ لړم ٩١): د ننګرهار اوسېدونکي له امنيتي ځواکونو غواړي، چې د لوى اختر په رارسېدو امنيتي چارو ته ډېر پام وکړي.
د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي عطاءالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دى د امنيتي پېښو د رامنځ ته کېدو وېره لري، ځکه چې مخالفين تل غواړي له دغه شان مذهبي ورځو نه په ګټې اخيستنې ورانکاره کړنې ترسره کړي.
ده زياته کړه: ((زه چې دې اوسنيو حالاتو ته ګورم، اندېښمن کېږم ،چې خداى مه کړه په اختر کې داسې څه راپېښ نه شي، چې زموږ دا اختر په غم بدل شي.))
نوموړي له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې په اختر کې دې امنيتي چارو ته پوره پاملرنه وکړي.
د ننګرهار پوهنتون استاد شېرحسن کمالزى وايي،که چېرې له حکومت سره عام خلک مرسته وکړي، نو هېڅ ډول پېښه به رامنځ ته نه شي.
هغه وايي، په کار ده په ښار کې ځاى په ځاى پوليس هم ونه درول شي، ځکه د همدوى له امله ځينې وخت امنيتي پېښې رامنځ ته کېږي.
د کمالزى په وينا، عام ولس ته په کار دي، ترڅو د امنيتي پېښو په مخنيوي کې پوره، پوره ونډه واخلي.
د سياسي چارو کارپوه انجنير زرغون شاه زرغون پژواک اژانس ته هيله مندي وښوده، چې په لوى اختر کې به کومه امنيتي پېښه نه رامنځ ته کېږي، ځکه چې
د دولت مخالف وسلوال هم مسلمانان دي او هغوى به هم لوى اختر په خوشحالۍ لمانځي.
دى وايي: ((زه په ټولو وسلوالو وروڼو غږ کوم چې په دغه لوى اختر کې دې کوم وسلوال فعاليت نه کوي، پرېږدئ چې دا اختر په خوشحالۍ سره تېر شي.))
دا په داسې حال کې ده، چې د وسلوالو طالبانو مشر ملامحمد عمر، پرون د اختر مبارکۍ د پيغام په يوه برخه کې خپلو کسانو ته لارښوونه کړې، چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره له پوره دقت څخه کار واخلي او ولسي خلکو ته اسانتياوې برابرې کړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي، پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکې کې ټولو ننګرهار مېشتو ته ډاډ ورکړى، چې په لوى اختر کې به هېڅ ډول امنيتي پېښه نه رامنځ ته کېږي.
دى وايي: ((موږ پوره امنيتي تدابير نيولي او زه په پوره ډاډ سره ويلى شم، چې په اختر کې به هېڅ ډول ستونزه نه راولاړېږي.))