Language

د بنګړيوالو د بنګړو بازار سوړ شوى

جلال اباد (پژواک ٣ لړم ٩١): د جلال اباد ښار بنګړيوالې وايي، چې د پخوا په پرتله يې د بېلابېلو لاملونو له امله د بنګړو پېرودونکي لږ شوي دي.

د جلال اباد ښار د زرګرانو کوڅې يوې بنګړيوالې ملکې پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا به يې ډېر زيات بنګړي پلورل کېدل، خو اوس يې د اخيستو مينه وال کم شوي دي.

نوموړې زياته کړه: ((پخوا به نجونو زموږ نه ښايسته، ښايسته، شنه او سره بنګړي اخيستل، خو اوس د سپينو او سرو زرو کړۍ اخلي.))

د هغې په وينا، پخوا به يې په اختر کې له اتياوو تر سلو کارتنونو پورې بنګړي خرڅول، خو اوس د هغو نيمايي هم نه دي خرڅ شوي.

ساجده هم د زرګرانو د کوڅې يوه بله بنګړيواله ده او هغه هم وايي، چې نجونې اوس ساده والى خوښوي او بنګړي نه په لاسونو کوي.

دې وويل: ((اوس خو د پرېنا او تولسي ډرامې نجونه ګورې، نو ځکه ورته پخواني شنه او سره بنګړي خوند نه ورکوي، يواځې د کليو نه چې ځينې ښځې راشي، هغوى زموږ نه بنګړي اخلي.))

د هغې په وينا، پخوا به يې ځينو نجونو ته همدلته په لاسونو کې بنګړي اچول، چې د هغې به يې ترې بېلې پيسې اخيستې، خو اوس تر ډېره نجونې بنګړي نه اخلي او که يې واخلي هم، نو دلته يې په لاسو کې نه اچوي.

بنګړيواله زرپري بيا له امنيت نه شکايت لري او وايي، چې پخوا د ښار امنيت ښه و، نو نجونې به ورسره په لارو کې کېناستې او بنګړي به يې اخيستل، خو اوس امنيت خراب دى او په دوکانونو کې سودا اخلي او بېرته ځي.

زرپري دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې تېره ورځ د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي له پژواک اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې د لوى اختر لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

سهار ګل چې د فيشني بنګړيو دوکان لري، پژواک اژانس ته وويل، چې په اوس وخت کې د هندي بنګړيو د سېټونو بازار ګرم دى.

د هغه په وينا، د دغو بنګړيو يوه ښيګڼه په دې کې ده، چې د لاسونو د خوږولو وېره يې نه وي او په اوس وخت کې يې ډېر شهرت پيدا کړى دى.

په جلال اباد کې يوې پېغلې خبريالې ثنا احمدزۍ پژواک اژانس ته وويل، چې په اوس وخت کې نجونې ځکه له بنګړيوالو نه بنګړي نه اخلي، چې فېشني بنګړي بازار ته راغلي دي.

د هغې په وينا، د فېشني بنګړيو او نورو اوسپنيزو بنګړيو او کړيو مقاومت تر نورو پلاستيکي او ښيښه يي هغو ډېر وي.

نوموړې زياته کړه: ((مخکې به ما په خپله هم له بنګړيوالانو نه ښيښه يي او نور بنګړي اخيستل، خو اوس هغې ته اړتيا په دې نشته، چې نوي فيشني بنګړي راغلي او ښه والى يې په دې کې دى، چې ژر نه خرابيږي.))

ثنا احمدزۍ وايي، چې د پخوانو بنګړيو د ماتېدو خطر هم ډېر وي او کله چې مات شي، نو لاسونه هم خوږوي.

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استادې شيلا بابړې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بنګړيو د کلتور د ورکېدا لامل يواځې او يواځې رسنۍ دي.

د هغې په وينا، په ټلويزيونونو کې هره ورځ هندي او ترکي سريالونه خپريږي، چې پر افغاني کلتور نېغه بده اغېزه کوي.

نوموړې زياته کړه: ((دا سريالونه يواځې دا نه چې پر موږ فرهنګي يرغل کوي، دا يو سوداګريز شکل هم لري، هر ډول جامې يا بنګړي او نور شيان، چې په سريال کې راښکاره شي، سبا بيا بازار ته هم راغلي وي او له موږ يې لورګانې غواړي.))

 

بابړه وايي، که چېرې له رسنيو بهرني سريالونه همدا شان خپريږي، نو لرې نه ده، چې په ځوان کهول کې به خپل پخوانى کلتور او فرهنګ ډېر ژر له منځه ولاړ شي.

Related Topics