ميمنه (پژواک٦لړم٩١) : د فارياب د تېرې ورځې په ځانمرګي بريد کې د امنيتي او ملکي کسانو په ګډون د وژل شويو کسانو شمېره ٤١ او د ټپيانو ٥٦ ته لوړه شوه .
دغه خبره د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل نن ددې ولايت د مرکز ميمنې په افغان ترک روغتون کې د يادې پيښې له ټپيانو څخه دليدنې پرمهال وکړه.
دغه بريد تيره ورځ سهار په شاوخوا ٩:٣٠ بجو د ميمنې ښار په عيدګاه جومات کې وروسته تر هغه رامنځته شو ، چې خلک له لمانځه وروسته له جومات څخه وتل .
د پوليسو په وينا، د فارياب والي ، امنيه قوماندان او نور امنيتي چارواکي له جومات څخه وتلي و ، چې ځانمرګي بريد کوونکي د تشريفاتو د قطعې د کسانو او عامو خلکو په ګڼه ګوڼه کې له چاوديدنکو توکيو ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه .
د عامې روغتيا وزيرې وويل ، چې ددې پيښې يو شمېر ټپيان له درملنې وروسته کورونو ته ستانه شوي ، ٣٠ تنه د درملنې په موخه مزارشريف ته لېږدول شوي او ځيني نور په افغان ترک روغتون کې تر درملنې لاندې دي .
چارواکي وايي ، چې په وژل شويوکسانو کې ، ښځې ، ماشومان او ملکي کسان شامل دي .
د افغان ترک روغتون مسوول ډاکتر قاسم پارسا وايي ، چې د وژل شويو په ډله کې د افغان ځواکونو شل تنه منسوبين شامل دي .
پرون يو تن ټپي شوي سرتيري ، چې په روغتون کې بستر و، وويل (( موږ له جومات څخه د وتلو په حال کې و ، چې د پوليسو په جامو کې يو تن راغى، موږ فکر وکړ ، چې زموږ د همکارانو له ډلې څخه دى ، خو په همدې حال کې يې خپل واسکټ ته چاودنه ورکړه .))
دغه سرتيري زياته کړه ، چې تر چاودنې وروسته بى هوښه شو او په روغتون کې پوه شو چې ټپي شوى دى .
د فارياب د ياد شوي بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى .