ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رحيمي خپل سيال وننګاوه، چې برى به ترې وړي

رحيمي خپل سيال وننګاوه، چې برى به ترې وړي

author avatar
28 Oct 2012 - 16:46
رحيمي خپل سيال وننګاوه، چې برى به ترې وړي
author avatar
28 Oct 2012 - 16:46

کابل (پژواک ٧ لړم٩١): د سوک وهنې نړيوال افغان اتل حميد رحيمى وايي، چې په افغانستان کې د سيالۍ کولو ارمان يې پوره کېدونکى دى، نو ډاډه دى، چې د راتلونکې سه شنبې په سيالۍ کې به خپل افريقايي سيال ته  ماته ورکوي.

ټاکل شوې چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ په کابل کې د لويې جرګې په خيمه کې د سوک وهنې نړيوال اتل افغان اتل حميد رحيمي او د هغه تانزانيايي سيال سيد امبلوا ترمنځ د سوک وهنې نړيواله سيالي وشي.

رحيمي چې نن (د لړم ٧ مه) يې په کابل د خپل تانزانيايي سيال سيد امبلوا (Said Mbelwa) سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې وويل، چې په خپل هېواد کې د سيالۍ ترسره کول يې لوى آرمان و.

حميد رحيمي، چې په نننۍ خبري ناسته کې خورا خوښ او پر ځان باوري ښکارېده وايي، اوس چې دا ارمان يې پوره کېدونکى دى، نو په پوره ډاډ سره ويلى شي، چې يو ځل بيا به نړيواله اتلولي ترلاسه کوي.

د نوموړي سيال سيد امبلوا هم د سوک وهنې د نړيوالو سياليو اتل دى.

رحيمي هم د تېر کال په وروستيو کې خپل بلاروسي سيال روسلان رودوپچ ته په ماتې ورکولو سره د سوک وهنې په برخه کې  د سوک وهنې د نړيوالې اتحاديې(WBO ) اتلولي خپله کړه.

د دې سيالۍ تنظيموونکى کرستوفر وويل، چې په افغانستان کې د دې سيالۍ ترسره کول يو خوب وو، چې اوس په واقعيت بدل شوى دى.

ده وويل، چې د سوک وهنې په برخه  کې د رحيمي لاسته راوړنو ته په کتو نړيوالو سازمانونو ومنله، چې په افغانستان کې د دې سيالۍ ملاتړ وکړي.

رحيمي وايي، چې تر دې مهاله دا شان لوبې آن د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو پاکستان، هندوستان، تاجکستان او ايران کې هم نه دي ترسره شوي.
کرستوفر وويل، چې د سيالۍ په پاى کې به هغه کمربند، چې د سوک وهنې په برخه کې نړيوال ارزښت لري، د سوک وهنې د نړيوالې اتحاديې په رسمي اجازه ليک د سيالۍ ګټونکې ته ورکړل شي.

د افغان سوک وهونکي الماني ترينر بالو ساور(Balu Sauer) وايي:”رحيمي په پوره توګه سيالۍ ته تيار دى او موږ ډاډه يو، چې رحيمي به دغه سيالي ګټي.”

ساور د سيالۍ د تنظيموونکي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دسيالۍ د پايلې په اړه څه فکر کوي وويل چې:(( زموږ وړاندوينه دا وه چې رحيمي به سيالي په په څلورم راونډ کې  په خپله ګټه پاى ته رسوي، خو اوس وايم فکر کوم چې رحيمي يې په دريم راونډ کې پاى ته رسوي.))

خو د رحيمي سيال سيد امبلوا وويل، چې تردې وړاندې يې هم نړيواله اتلولي ترلاسه کړې او هيله من دى، چې د دويم ځل لپاره به بيا هم نړيوال اتل شي.

هغه وويل څوک دې د دې تمه نه لري، چې زه به لوبه وبايلم.

خو رحيمي خپل سيال  ته وويل، چې برياليتوب به يې په زړه ارمان پاتې شي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.